ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ولسي جرګه کې د ښځو د ملي يو ووالي پارلماني ډله جوړه شوه

په ولسي جرګه کې د ښځو د ملي يو ووالي پارلماني ډله جوړه شوه

author avatar
14 Jan 2017 - 14:40
په ولسي جرګه کې د ښځو د ملي يو ووالي پارلماني ډله جوړه شوه
author avatar
14 Jan 2017 - 14:40

کابل(پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٥): په ولسي جرګه کې نن د ((اتحاد ملي زنان پارلمان افغانستان)) په نامه نوې پارلماني ډلې خپل شتون اعلان کړ چې د ولسي جرګې ١٩ ښځينه وکيلانې يې غړيتوب لري.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې مريم کوفي او د يادې شوې پارلمانې ډلې مشرې وويل چې ياده شوې ډله يې دعدالت، سولې او ملي يووالي تامين، د خلکو له حقونو د دفاع، له اداري فساد سره د مبارزې او د دولت او جرګې ترمنځ د غوره اړيکو د جوړولو په موخه رامنځته کړې ده.

پر دې سربېره به د هېواد په دننه او بهر کې د ښځو د ستونزو د حل لپاره د پرله پسې ناستو جوړول، له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي نه ملاتړ، د ښځو له حقه حقونو نه دفاع، د هېواد په کچه د ښځو له پرمختګ او پياوړتيا نه پرېکنده ملاتړ او په ادارو کې د ښځو د ستونزو له حل څخه بې درېغه ملاتړ، د ياد شوي پارلماني ګروپ له نورو لومړيتوبونو ګڼل کيږي.

هغې زياته کړه چې ياده شوې پارلماني ډله اوسمهال ١٩ غړي لري او په نږدې راتلونکي کې به يو شمېر نور غړي هم ورسره يو ځاى شي.

نوموړې وويل چې ددې ګروپ د غړو د رايو په اکثريت سره خپله دا(مريم کوفي ) د ډلې د مشرې ، اصفه شاداب د مرستيالې او  فرشته حميدي د منشي او وياندې په توګه ټاکل شوې دي.

 د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي د پارلماني ډلو رامنځته کېدل په هېواد کې د ديموکراسۍ د پرمختګ يوه نښه وبلله او زياته يې کړه:((دا يو ښه کار دى چې پارلماني ډلې جوړې شي او د ښحو د پرمختګ، ترقي او پياوړتيا لپاره يو له بل سره ملګري او ملاتړ ولري.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په جرګه کې د وحدت، افغانستان ازاد، سبا، ملي کاروان، صلح، عدالت، رسالت، سعادت او اعتماد په نامه پارلماني ګروپونه جوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د کورنيو اصولو او دندو پر بنسټ، د ولسي جرګې ١٥ غړي کولى شي چې يوه پارلماني ډله جوړه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.