کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۵): د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له ولسمشر سره د وروستيو بريدونو په تړاوو خپله غمشريکي څرګنده او ويې ويل، هېواد به يې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه په ډېر جديت د افغانستان تر څنګ پاتې شي.
څلور ورځې مخکې په کابل کې د ملي شورا ترڅنګ لومړۍ چاودنه او بيا ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې تر ۵۰ ډېر کسان په کې ووژل شول او تر ١٠٠ ډېر نور ټپيان شول.
دغه راز په همدې ورځ د کندهار ولايت مقام په مېلمستون کې په داسې حال چې د عربي اماراتو سفير ، نور ديپلوماټان او د کندهار ځايي چارواکو شتون درلود، چاودنې وشوې، چې له امله يې والي همايون عزيزي او د اماراتو سفير له ۱۸ نورو کسانو سره ټپيان او ١١ تنه ووژل شول، په وژل شوو کې پنځه اماراتي ديپلوماټان او د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمس هم شامل و.
په هلمند ولايت کې هم په همدې ورځ د يوه ځانمرګي بريد له امله له ١٢ څخه زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسون د يوې ټېلېفوني اړېکې له لارې ولسمشر محمداشرف غني سره د تېرې اوونۍ تروريستي بريدونه په کلکه وغندل او په دغو پېښو کې يې د اوښتو ځاني تلفاتو له امله له ولسمشر او افغانانو سره غمشريکي وکړه.
هغه زياته کړې :" هېواد به يې له تروريزم سره مبارزه کې په ډېر جديت او قاطعيت د افغانستان تر څنګ پاتې شي."
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د برتانيې د بهرنيو چارو وزير له غمشريکۍ مننه وکړه او يو ځل بيا يې د تروريزم د شومې پديدې پر ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن