کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پوليو د يو بلې مثبتې پېښې په کشفېدو سره په هېواد کې د دې پېښو شمېر ١٣ ته ورسېده.
له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د برمل په ماګار کلي کې د بسم الله په نوم يو ٢٤ مياشتنى ماشوم د تېر ديسمبر مياشتې په ١٦مه اخته شوى و، چې له څېړنو څخه وروسته دغه پېښه مثبته جوته شوه.
سرچينه کاږي، په دې سره په هېواد کې د پوليو ټولټال ۱۳ مثبتې پېښې په ۲۰۱۶ کال کې رامنځته شوي، چې له هغې جملې څخه یواځې ۷ پېښې په برمل ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، په پام کې ده چې د پولیو واکسين کمپاینونه په پراخ او جدي توګه په یادو ولایتونو کې ترسره شي ، ترڅو په دې ناوړه او دایمي معیوبوونکې ناروغۍ د نورو ماشومانو د اخته کېدو مخه ونیول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن