ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې شورا: د مجاهد د وروستيو څرګندونو په اړه دې څېړنې وشي

د سولې شورا: د مجاهد د وروستيو څرګندونو په اړه دې څېړنې وشي

author avatar
15 Jan 2017 - 14:40
د سولې شورا: د مجاهد د وروستيو څرګندونو په اړه دې څېړنې وشي
author avatar
15 Jan 2017 - 14:40

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٥): د سولې عالي شورا، د "طالبانو او احمدشاه مسعود" په اړه د عبدالحکيم مجاهد وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر بولي او په اړه يې د څېړنو غوښتنه کوي.

د سولې عالي شورا غړي او پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالحکيم مجاهد، د مرغومي په ٢٣مه "په تېرو څلورو لسيزو کې د سولې د هڅو ارزونه" تر عنوان لاندې يوه ناسته کې وويل چې په وروستيو نږدې څلورو لسيزو کې د خلقيانو او پرچميانو له واکمنيو رانيولې تر اوسه چې هر څوک واک ته رسېدلي افراط يې کړى او دغه ستونزه په افغانستان کې د بحران لامل شوې ده.

هغه وويل:" تر هغه چې له شخص او يا ډلې اشتباه نه وي شوي د خلکو د اعتماد وړ وي، څرنګه چې برهان الدين رباني (پخوانى ولسمشر) طالبان تر هغه چې په ١٩٩٦ کال کې راتلل، فرښتې بلل؛ د غرب ټولو راډيوګانو د بي بي سي او امريکا غږ په ګډون فرښتې بلل."

 مجاهد ويلي و چې طالبانو پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال جهاد وکړ او بيا خپلو مدرسو ته وګرځېدل، خو ځينې داسې کسان شته چې "جهاد يې کړى او که يې نه دى کړى" تر اوسه هم امتياز غواړي او وايي چې نيم دولت او نيم اقتصاد دې د هغوى وي او قهرماني دې هم د هغوى وي.

د ده په وينا، د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر د استازي احمدضيا مسعود د هغې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ته چا د انتحار او عام وژنې فتوا ورکړې، پوښتلي چې د ملي دفاع پخوانى وزير احمد شاه مسعود ته چا فتوا ورکړې وه چې د محمد داوود د قانوني او شرعي نظام پر وړاندې بغاوت وکړي.

د سولې عالي شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره، د مجاهد يادې څرګندونې د هغه شخصي نظر بللى او ويلي يې دي چې هغه (مجاهد) په ياد پروګرام کې چې د څېړنيزو مطالعاتو په مرکز کې جوړ شوى و، د سولې عالي شورا د استازي په توګه برخه نه وه اخيستې.

سرچينه زياتوي :"د سولې عالي شورا د دې ډول څرګندونو په اړه هېڅ ډول مسووليت نه لري او په دې باور ده چې د افغانستان د سولې او ټيکاو دښمنانو له هر بل وخت نه زيات يو بل ته لاسونه سره ورکړي څو وکولی شي پر ځورېدلي او يو موټي افغان ولس خپل ګوزارونه زيات کړي."

 د سولې شورا ليکلي چې د افغانستان خلک يووالي او همغږۍ ته اړتيا لري او بايد له داسې څرګندونو ډډه شي چې د بدګومانيو لامل ګرځي.

د سولې عالي شورا وايي چې د دې موضوع په اړه دې اړوند ارګانونه ژورې څېړنې وکړي، تر څو د لاسته راغلو پايلو پر بنسټ يې قضاوت وشي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.