ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د خښتو بټيو کې کارګر ماشومان کابل ته د زده کړو لپاره لېږل کېږي

د ننګرهار د خښتو بټيو کې کارګر ماشومان کابل ته د زده کړو لپاره لېږل کېږي

author avatar
15 Jan 2017 - 19:08
د ننګرهار د خښتو بټيو کې کارګر ماشومان کابل ته د زده کړو لپاره لېږل کېږي
author avatar
15 Jan 2017 - 19:08

جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت د خښتو په بټيو کې په شاقه کارونو بوخت ماشومان په کابل کې خوشحال خان لېسې ته د زده کړو لپاره لېږل کيږي.

دغه څرګندونې د قومونو او قبايلو چارو رياست د جرګو مدير شېراغا د ټولنيز خونديتوب غونډې پر مهال وکړې.

ده وويل، هغه ماشومان چې اوسمهال د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې کار کوي، په کابل کې د خوشحال خان په لېسه کې د زده کړو او اوسېدو اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي .

هغه زياته کړه، لومړى د دې ماشومانو سروې ترسره کېږي، بيا يې له کورنيو څخه هغوى ته د تګ اجازه اخيستل کېږي او له هغې وروسته لېږل کېږي.

د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبد الحکيم شېرزاد د ټولو اړوندو ادارو مسوولينو او استازو ته لارښوونه وکړه، هغه ماشومان چې شاقه کارونه ترسره کوي او له زده کړو بې برخې دي، د ژوند ښه کېدو په موخه يې لازم تصميمونه ونيسي.

شېرزاد د غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د دې ولايت په ځانګړي ډول په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټيو کې د هغو ماشومانو د ژوند ښه کېدو لپاره لاس په کار شي، چې دا مهال د شاقه کارونو په ترسره کېدو بوخت دي او د زده کړو له نعمت بې برخې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، د ژمي په موسم کې په ننګرهار کې کابو ٢٢٠٠ ماشومان په شاقه کارونو بوخت وي.

په ننګرهار کې د روغتيا نړيوال سازمان مسوولينو شاه زلمي او قدرت الله جمال ژمنه وکړه، هغه ماشومان چې دا مهال د  سره رود ولسوالۍ  د خښتو په بټيو کې په شاقه کارونو بوخت دي، د زده کړو  تر څنګ  به ورته د ژوند نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.