ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: د غني خېلو په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرچينه: د غني خېلو په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Jan 2017 - 15:25
سرچينه: د غني خېلو په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Jan 2017 - 15:25

جلال اباد (پژواک، ۲۶ مرغومى ٩٥): د ننګرهار ولايت يوه باوري سرچينه وايي چې په غني خېلو ولسوالۍ کې د ځانګړو افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

دغه پېښه د تېرې جمعې په شپه د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د شپږويشتمې ويالې سيمه کې د جلال اباد د هوايي ډګر د ۰۲ قطعې ځانګړو افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال رامنځته شوې وه.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د جمعې په ورځ پژواک اژانس ته ويلي و چې د عملياتو په ترڅ کې د شينوارو شپږو ولسواليو لپاره د القاعده شبکې مالي مسوول له څلورو نورو مشکوکو کسانو سره يو ځای نيول شوی دی.

نوموړي دا هم ويلي و  چې د  عملياتو پر مهال د مقاومت له امله شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي هم دي؛ خو د وژل شوو او ټپيانو د هويت په اړه يې څه نه و ويلي.

خو د سېمې اوسېدونکو پژواک ته ويلي  چې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي او حتی تنکي ځوانان دي.

بلخوا په همدغه ورځ د ننګرهار ولايت مقام له لوري يو پلاوى د پېښې د پلټنې په موخه سيمې ته استول شوی، ترڅو په پېښه کې د وژل شوو او ټپيانو هويت معلوم کړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل چې پلاوي خپلې پلټنې ترسره کړي او ولايت مقام ته يې سپارلې دي.

دی وايي، والي د يادو پلټنو په اړه غور کوي او تر لا دقيق کېدو وروسته به يې رسنيو ته بشپړ معلومات په واک کې ورکړل شي.

خو د ننګرهار ولايت يوې بلې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل،د پېښې په اړه په پلټنو کې جوته شوې چې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي   او دغه راز بيول شوي مشکوک کسان هم ملکي وګړي دي.

سرچينې دا هم وويل،د پېښې پرمهال هغه وخت مرګ ژوبله رامنځته شوې  چې امنيتي ځواکونو د القاعده شبکې د دغه غړي د نيولو نيت درلود او له کوره پر عمليات کوونکو ځواکونو ډزې شوې دي.

بلخوا بيا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او د ولايتي شورا استازي د هوايي ډګر په ۰۲ قطع نيوکه کوي  چې تل د عملياتو پر مهال ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد د کامې ولسوالۍ پېښې ته په اشارې چې ځانګړو ځواکونو په کې د يوې کورنۍ څلور وروڼه ووژل وايي  چې د دغو ځواکونو عمليات تل له تېروتنو سره مخ دي.

دی وايي، ياد ځواکونه بايد د سيمې د ولسوال او مخورو په مشوره عمليات ترسره کړي، ترڅو په کې بې ګناه ملکي وګړي مړه او ټپيان نه شي.

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری هم ورته نظر لري او نيوکه کوي چې دا ډول عمليات  د ولس او حکومت ترمنځ واټن پيدا کولی شي.

نوموړی وايي، که د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې دولت ضد اشخاص نيول کيږي، دا کار يې د ستاينې دی؛ خو که ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي؛ نو دغه چاره يې د نيوکې وړ ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بيا د يادو نيوکو په ځواب کې وايي  چې والي ګلاب منګل د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په مخنيوي ټينګار کوي او دغې قطع ته يې تل سپارښتنه کړې  چې بايد دغې چارې ته پام وکړي.

هغه وايي، د عملياتو پر مهال مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته کېږي چې خلک مقاومت کوي.

د يادولو ده چې تر دې پېښې پخوا د ځانګړو ځواکونو په ورته عملياتو کې په جلال اباد ښار کې د ملګرو ملتونو يو افغان کارمند وژل شوی او په کامې ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ څلور غړي چې ديني عالمان وو، وژل شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.