کابل (پژواک، ۲۶ مرغومى ۹۵): پوليس وايي، د بلخ په مرکز مزار شريف کې يې څه باندې شپږسوه لېتره الکولي مشروبات نيولي او په کابل کې لسګونه قيلونونه راټول کړي دي.
د بلخ د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ۲۶مه، په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، په روانه اونۍ کې يې ځينې الکولي مشروبات، نشه يي توکي او د قاچاق په تور يې ځينې کسان نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، په دغو موادو کې ۶۳۰ لېتره الکولي مشروبات او ۳۴ کيلوګرامه نشه يي توکي شامل دي.
د هغه په وينا، دغه الکولي مشروبات له کندوز ولايت څخه بلخ ته د لېږد په حال کې وو، چې په امنيتي کمربند کې له نشه يي توکو سره د مبارزې امنيتي پوليسو نيولي دي.
دى وايي، د يادو غير قانوني توکو د قاچاق په تور يې اته کسان هم نيولي دي.
له بلې خوا د کابل ښار د پوليسو د لسمې امنيتي حوزې له مربوطانو ٤٣ قيلونونه راټول کړي دي.
د دې حوزې مسوولينو د قيلونونو راټولولو پرمهال وويل، د نهو قيلون خانو او رستورانتونو د کتنې او کنټرول پر مهال يې ياد شوي قيلونونه راټول کړي دي.
د دوى په وينا، دغه ګډ کمپاين د پوليسو، عامې روغتيا وزارت، کابل ښاروالۍ له خوا ترسره شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن