ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د چاودنې له امله اووه ملکي وګړي ووژل شول

په ننګرهار کې د چاودنې له امله اووه ملکي وګړي ووژل شول

author avatar
15 Jan 2017 - 12:10
په ننګرهار کې د چاودنې له امله اووه ملکي وګړي ووژل شول
author avatar
15 Jan 2017 - 12:10

 لومړى تعقيب - جلال اباد (پژواک، ۲۶ مرغومى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ياد وزارت لخوا د مرغومي په ٢٦مه، پژوا ک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه نن سهار د ننګرهار ولايت د پچيراګام په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په دې چاودنه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور  ټپيان دي.

د پچيراګام ولسوال قاري هجرت پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د دغې ولسوالۍ د لاندې صبر په برغولي سر سيمه کې د ملکي خلکو په يوه ډاډسن ډوله موټر شوې ده.

دی وايي چې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ټپيان د ولسوالۍ په کلينيک کې بستر شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل  چې چاودنه د سړک غاړې ماين له امله رامنځته شوې ده.

دی وايي، په چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي او د يو ماشوم په ګډون دوه  نور  ټپيان شوي دي.

د حبيب شاه په نوم د پېښې يو عيني شاهد پژواک ته وويل، ياد ملکي کسان له پچيراګام ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته پر لاره و، چې موټر يې د سړک غاړې پر ماين ور برابر شو.

دی وايي، ټپيانو کې يو ماشوم او په وژل شوو کې يوه ښځه شامل دي او ټپيان د خلکو لخوا د ولسوالۍ کلينيک ته انتقال شول.

تر اوسه د يادې چاودنې مسووليت د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی؛ خو په ولسوالۍ کې له تېرو څو مياشتو راهېسې داعش وسله وال دولت ضد کړنې ترسره کوي.

پرون ٢٠١ سيلاب قول اردو په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې پچير اګام ولسوالي يې له داعش وسله والو پاکه کړې ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.