ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال عبدالرازق : د کندهار  د پېښې په څېړنه کې پرمختګ شوی

جنرال عبدالرازق : د کندهار د پېښې په څېړنه کې پرمختګ شوی

author avatar
16 Jan 2017 - 18:19
جنرال عبدالرازق : د کندهار  د پېښې په څېړنه کې پرمختګ شوی
author avatar
16 Jan 2017 - 18:19

کندهار(پژواک،٢٧مرغومى٩٥): د کندهار امنیه قوماندان وايي چې په ولایت مقام کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په څېړنو کې پرمختګ شوی او تر دې مهاله د امنیتي سرتېرو او کارګرو په ګډون ۱۷ تنه نیول شوي دي.

نوموړي چې د کندهار  د مرستیال والي عبدالعلي شمسي د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، د وروستۍ پېښې په اړه یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

جنرال عبدالرازق وویل، د کندهار د خونړۍ پېښې په تړاو ۱۷ تنه نیول شوي چې امنیتي کسان او کارګر هم په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې د څېړني لپاره تر دې مهاله له پلازمېنې کابل، عربي اماراتو او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو تحقیقاتي ټیمونه کندهار ته راغلي او په ګډه څېړنې روانې دي چې پرمختګ په کې شوی دی.

د ده په خبره، د پلټنو او څېړنو په لړ کې معلومه شوې چې چاودېدونکي توکي چا څنګه د کندهار ولایت مقام د حرم سرای تر مېلمستون پورې رسولي او هلته یې ځای پر ځای کړي دي.

خو ده یادونه وکړه، دا چې څېړنې پای ته نه دي رسېدلي، تر وخت وړاندې ده چې په دې اړه نور جزيیات ورکړل شي.

امنیه قوماندان وویل، په څېړنو کې دا هم معلومه شوې چې چاودنې د مېلمستون په کوچونو کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله شوي چې په ډېره ماهرانه توګه په کې ځای پر ځای شوي وو.

جنرال عبدالرازق د پېښې په دویمه ورځ د دغې خونړۍ پېښې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې (ای ایس ای) او حقاني شبکې ور اچولې وه او ویلی یې و ، هغوی له څو میاشتو راهیسې پر دغه پلان کار کاوه.

نوموړي په دې اړه وویل: ((په دې کې هیڅ شک نشته چې برید ای ایس ای او حقاني شبکې په ګډه کړی او د کندهار هوايي ډګر له پېښې وروسته یې پر همدې پلان کار کاوه، موږ غواړو دا معلومه کړو چې هغوی دا کار د چا په وسیله وکړ او چاودېدونکي توکي څنګه د ولایت مقام تر مېلمستون پورې ورسول شول؟))

ده زیاته کړه، له تېرې څه مودې راهيسې  د ولایت مقام د ودانۍ او د حرم سرای د ترمیم چارې روانې وې چې انجنیران، کارګر او نجاران په کې په کار بوخت وو او پېښه له همدې موقع په استفاده شوې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ولسمشر په لارښوونه د خپل سلاکار محمد داوود ګلزار په مشرۍ هم یو پلاوی تېره ورځ کندهار ته راغلی چې د هغه تر څنګ، د اجراييه ریاست، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، لویې څارنوالۍ او د جمهوري ریاست اړوند د اداره امور استازي شامل دي.

دغه پلاوی به د پېښې د هر اړخیزې څېړنې تر څنګ د پېښې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره نغدي مرسته هم وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.