د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال عبدالرازق : د کندهار د پېښې په څېړنه کې پرمختګ شوی

جنرال عبدالرازق : د کندهار د پېښې په څېړنه کې پرمختګ شوی

Jan 16, 2017 - 18:19

کندهار(پژواک،٢٧مرغومى٩٥): د کندهار امنیه قوماندان وايي چې په ولایت مقام کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په څېړنو کې پرمختګ شوی او تر دې مهاله د امنیتي سرتېرو او کارګرو په ګډون ۱۷ تنه نیول شوي دي.

نوموړي چې د کندهار  د مرستیال والي عبدالعلي شمسي د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، د وروستۍ پېښې په اړه یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

جنرال عبدالرازق وویل، د کندهار د خونړۍ پېښې په تړاو ۱۷ تنه نیول شوي چې امنیتي کسان او کارګر هم په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې د څېړني لپاره تر دې مهاله له پلازمېنې کابل، عربي اماراتو او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو تحقیقاتي ټیمونه کندهار ته راغلي او په ګډه څېړنې روانې دي چې پرمختګ په کې شوی دی.

د ده په خبره، د پلټنو او څېړنو په لړ کې معلومه شوې چې چاودېدونکي توکي چا څنګه د کندهار ولایت مقام د حرم سرای تر مېلمستون پورې رسولي او هلته یې ځای پر ځای کړي دي.

خو ده یادونه وکړه، دا چې څېړنې پای ته نه دي رسېدلي، تر وخت وړاندې ده چې په دې اړه نور جزيیات ورکړل شي.

امنیه قوماندان وویل، په څېړنو کې دا هم معلومه شوې چې چاودنې د مېلمستون په کوچونو کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله شوي چې په ډېره ماهرانه توګه په کې ځای پر ځای شوي وو.

جنرال عبدالرازق د پېښې په دویمه ورځ د دغې خونړۍ پېښې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې (ای ایس ای) او حقاني شبکې ور اچولې وه او ویلی یې و ، هغوی له څو میاشتو راهیسې پر دغه پلان کار کاوه.

نوموړي په دې اړه وویل: ((په دې کې هیڅ شک نشته چې برید ای ایس ای او حقاني شبکې په ګډه کړی او د کندهار هوايي ډګر له پېښې وروسته یې پر همدې پلان کار کاوه، موږ غواړو دا معلومه کړو چې هغوی دا کار د چا په وسیله وکړ او چاودېدونکي توکي څنګه د ولایت مقام تر مېلمستون پورې ورسول شول؟))

ده زیاته کړه، له تېرې څه مودې راهيسې  د ولایت مقام د ودانۍ او د حرم سرای د ترمیم چارې روانې وې چې انجنیران، کارګر او نجاران په کې په کار بوخت وو او پېښه له همدې موقع په استفاده شوې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ولسمشر په لارښوونه د خپل سلاکار محمد داوود ګلزار په مشرۍ هم یو پلاوی تېره ورځ کندهار ته راغلی چې د هغه تر څنګ، د اجراييه ریاست، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، لویې څارنوالۍ او د جمهوري ریاست اړوند د اداره امور استازي شامل دي.

دغه پلاوی به د پېښې د هر اړخیزې څېړنې تر څنګ د پېښې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره نغدي مرسته هم وکړي.

د مرغومي په ۲۱مه د ماښام په شاوخوا ۷ بجې د کندهار ولایت مقام د حرم سرای په مېلمستون کې په داسې حال کې چاودنې وشوې چې د عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د دغه هېواد له یو شمېر دیپلوماټانو سره کندهار ته راغلی و او د والي مېلمه و .

هغه کندهار ته د یوه دارالایتام د جوړولو د چارو د پرانېستلو په موخه راغلی و چې د دغه هېواد د ۲ ميلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

په دغه برید کې ټول ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شوو کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنیو چارو رییس شاه احمد سعید، په امریکا کې د افغان سفارت ډیپلومات ډاکټر یما قریشي، ملي سوداګر او د افکو کمپنۍ مشر هاشم کرزی، په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی باز محمد جوزجاني، په مشرانو جرګه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري، د متحده عربي اماراتو ۵ تنه ډيپلوماټان او د هغوی افغان ژباړن شامل دي.

دغه راز په ټپیانو کې د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي، د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد الکعبي، د کندهار یو شمېر سوداګر، مخور او امنیتي کارکوونکي شامل دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan