ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له خوست څخه شمالي وزيرستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل شوه

له خوست څخه شمالي وزيرستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل شوه

author avatar
16 Jan 2017 - 18:28
له خوست څخه شمالي وزيرستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل شوه
author avatar
16 Jan 2017 - 18:28

خوست(پژواک،٢٧مرغومى٩٥): له خوست څخه شمالي وزيرستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل شوه،چې هره ورځ به ۲۰۰ کورنۍ د ډيورنډ له کرښې څخه هغې غاړې ته اوړي اوبيا به په خپلو مېنو کې ځای پرځای کېږي.

نن له خوست څخه پوره دوه سوه وزيرستاني کډوالې کورنۍ د دوه نيمو کلونو له جلاوطنۍ وروسته د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان له کمپ څخه د شمالي وزيرستان پر لوري حرکت وکړ.

د يادو کډوالو د ستنيدو هر کلي ته د غلام خان بندر په صفري نقطه کې يو شمېر افغان حکومتي چارواکي او د ميرانشاه لپاره د پاکستان پولېټېکل ايجېنټ هم ولاړ وو.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د افغان او پاکستانيو چارواکو د يوې موافقې له مخې به هره ورځ دوه سوه کورنۍ له خوست نه شمالي وزيرستان ته ستنېږي.

مبارز محمد ځدراڼ د پاکستانيو مقاماتو هغه ادعا هم رد کړې، چې ګنې دوی د وزيرستاني کډوالو په ستنېدلو کې ورسره همکاري نه کوي او وايي  چې افغان حکومت په دغه برخه کې پوره همکارۍ ته ژمن دی.

ځدراڼ زياته کړه: ((په خپله خوښه د دوی ستنېدلو ته هرکلی وايو، موږ ژمن يو چې د انساني خواخوږۍ پراساس له ستنېدونکو او يا پاتې کېدونکو وزيرستانيانو سره د تېر په څېر همکاري وکوو.))

پاکستانيو مقاماتو ويلي  چې له وزيرستاني کډوالو سره د ويجاړو شوو کورونو د بياجوړولو په برخه کې  مرسته کوي، خو کډوال وايي چې بېرته عادي حالت ته ورګرځېدل، کلونه وخت نيسي.

د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۳۰ زره وزيرستاني کورنۍ د خوست په ګربزو ولسوالۍ او ددې ولايت نورو سيمو کې اوسيږي، همدارنګه شاوخوا لس زره نورې وزيرستاني کورنۍ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې هم مېشتې دي.

که څه هم ځينې کډوال خپلو مېنو ته د ستنېدو نيت نه لري، خو زياتره هغه يې خپل وطن ته د ستنېدو لپاره خوشحاله ښکاري، مګر هغوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي  چې د ستونزو هواري ته يې جدي پاملرنه وکړي.

يو تن وزيرستاني کډوال عبدالله پژواک ته وويل: ((موږ غواړو چې خپل وطن اباد کړو، د پاکستان له حکومت څخه هم غواړو چې د ټولو کډوالو ښه عزت او قدر وکړي. له کډوالو سره پوره مرسته وکړي.))

دغه کډوال وايي چې وزيرستان ته ستنېدونکې کورنۍ پر قبيلو وېشل شوې، چې هره قبيله به د ځانګړو ورځو په ترڅ کې له خوست نه کډې باروي او بيا د شمالي وزيرستان په خپلو مېنو کې ځای پرځای کېږي.

په ۲۰۱۴ کال ميلادي کې شاوخوا ۵۰۰ زره خلک هغه وخت د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شول، کله چې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پرضد د ضرب غضب په نوم پوځي عمليات ترسره کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.