ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې څه باندې ٩٠ سلنه موټر اسناد نه لري

په باميانو کې څه باندې ٩٠ سلنه موټر اسناد نه لري

author avatar
18 Jan 2017 - 16:54
په باميانو کې څه باندې ٩٠ سلنه موټر اسناد نه لري
author avatar
18 Jan 2017 - 16:54

 باميان(پژواک، ٢٩  جدى ٩٥): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې په باميانو ولايت کې څه باندې ٩٠ سلنه موټر اسناد نه لري او اکثره يې په جعلي نمبر پليټونو تګ راتګ کوي.

افغانستان د نوو موټرو لپاره مناسب بازار نه دى، ځکه چې ډېر کم کسان کولى شي چي له دې ډول وسايطو ګټه واخلي، ډېرى موټر چې افغانستان ته واردېږي، کارول شوي او زاړه دي چې د کندهار ويش بازار ته له رسېدو وروسته  د هېواد نورو ولايتونو ته لېږدول کېږي.

 باميان هم يو له هغو ولايتونو څخه دى چې ډېرى موټر په کې بې اسنادو فعاليت کوي.

د باميانو د ترافيکو ادارې سرپرست او د تنظيم امر لومړى څارن سيد عزيز، په دې ولايت کې د بې اسنادو موټرو د شتون پخلى وکړ او ويې ويل چې اکثره ترافيکي پېښې په همدې سبب رامنځته کېږي.

 هغه وويل چې په روان کال کې په دې ولايت کې ٢٢٠ ترافيکي پېښې رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې ٣٠ کسان وژل شوي، ددې پېښو يو لامل د بې اسناده او ښي لاس لرونکي موټر دي چې ځينې چلوونکي يې د کنټرول توان نه لري.

هغه وويل چې د هېواد په کچه د پخوا په پرتله د بې اسنادو موټرو د فعاليت کچه هره ورځ لوړېږي، له مرکزي حکومت غوښتنه کوي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې دا موضوع د ځايي چارواکو له صلاحيت لوړه ده.

نوموړى په باميانو کې د بې اسنادو او اسناد لرونکو موټرو د شمېر په اړه کره معلومات نه لري، خو وويل چې په باميانو کې ګڼ شمېر بې اسنادو موټر فعاليت کوي او ددې ترڅنګ د ځينو اسنادو لرونکو موټر اسناد هم له دې امله د ترافيکو مديريت سره نشته چې په نورو ولايتونو کې يې اسناد اخيستي دي.

 د باميانو د ترافيکو سرپرست او د نتظيم امر  وويل، احتمال لري چې په دې ولايت کې له فعالو زرګونو موټرو څخه يې له نيمايي زيات اسناد ونه لري.

خو په باميانو کې د پژواک خبريال چې د باميانو ښار په يوه له ګڼه ګوڼې ډک واټ کې يې دا موضوع تعقيب کړې، وايي چې د روانو ١٦٠ موټرو له ډلې نه يې يوازې ١٤ موټرو قانوني اسناد درلودل او پاتې بې اسنادو وو.

دا شمېرې ښيي چې په باميانو ولايت کې څه باندې ٩٠ سلنه موټر اسناد نه لري.

سيد ميرزا حسين بامياني چې هره ورځ د باميانو د مرکز پر (ريګشاد، ملاغم او اژدر) لارو کرولا موټر چلوي، له پژواک سره په خبرو کې وويل چې په دې لينونو شاوخوا سل موټر کار کوي، يوازې دوه يا درې يې اسناد لري او پاتې نور بې اسنادو دي.

هغه زياته کړه:((له بې اسنادو موټرو سره څوک کار نه لري، بيه يې هم ډېره ټيټه ده، ٢٠٠٥ يا ٢٠٠٦ ماډل ويشکي( د کندهار له وېش نه وارده شوې) له دوو سوو تر درې سوو زرو افغانيو پورې  پلورل کېږي، اکثره خلک له همدې موټرو کار اخلي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.