واشنګټن ، کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٥): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د وروستي ځل لپاره د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټيلېفوني خبرې کړې او د دوى له همکاريو يې مننه کړې ده.
د امريکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما دنده نن پاى ته رسېـږي او ټاکل شوې ده چې نوى منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سبا د لوړې مراسم ترسره او خپله دنده پيل کړي.
له سپينې ماڼۍ څخه د مرغومي په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر اشرف غني او اجرائيوي رييس عبدالله سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې چې د دې اړيکې پر مهال ولسمشر بارک اوباما له افغان مشرانو سره د دواړو هېوادونو تر منځ له دوامدارو همکاريو مننه کړې ده.
سپينې ماڼۍ ويلي چې ولسمشر بارک اوباما د افغان مشرانو ستاينه کړې چې له افغانانو سره یې پر خپلو کړو ژمنو عمل کړی او د فساد پر ضد يې مبارزه روانه ساتلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، بارک اوباما له افغان چارواکو غوښتي چې د ملي يووالي حکومت ادامې، د افغانستان سولې او ثبات لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
بلخوا د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني د امريکا له ولسمشر بارک اوباما څخه، چې په تېرو اتو کلونو کې د هغه د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان له دولت او خلکو سره په بېلابېلو برخو کې خپله د بارک اوباما د دوامدارې همکارۍ څخه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب مننه او قدرداني وکړه.
هغه زیاته کړې، د افغانستان په امنیتي او انکشافي برخو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د تخنیکي او مالي ملاتړ په هکله د بارک اوباما ستراتيژیکو تصامیمو او همدارنګه له تروریزم سره مبارزه او د هېواد په دفاع کې د هغوی مرستو کلیدي او حیاتي رول درلود.
اشرف غني ويلي، د دوو دولتونو او ملتونو ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو په ایجاد کې ستاسو نقش د بنیادي اړیکو بنسټونه ايښي دي، چې تر اوږدو لسیزو به همداسې ټینګ پاتې شي، له همدې امله د افغانستان خلک په دغه ډګر کې ستاسو د رهبرۍ قدرداني کوي او تل به یې په یاد وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، اجرائيوي ريیس عبدالله هم په دغه ټيلېفوني اړیکه کې د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر څخه د افغانستان دولت او خلکو سره د امریکا د دوامداره همکاریو او ملاتړ په خاطر مننه وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن