ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ماشومان ايران ته د کاري فرصتونو د موندنې په موخه قاچاق کېږي

افغان ماشومان ايران ته د کاري فرصتونو د موندنې په موخه قاچاق کېږي

author avatar
21 Jan 2017 - 18:15
افغان ماشومان ايران ته د کاري فرصتونو د موندنې په موخه قاچاق کېږي
author avatar
21 Jan 2017 - 18:15

هرات (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): د جګړې د دوام، نا امنۍ او اقتصادي بېوزلۍ له امله د وخت په تېرېدو د هغو يو شمېر ماشومانو چې په هېواد کې يې ماشومانه هيلې له منځه تللې دي،د کاري فرصتونو د موندلو لپاره ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران ته يې د تګ کچه لوړه شوې ده.

 هرات، چې د هېواد په لوېديځ کې له ستر او پرمختللو ولايتونو څخه شمېر کېږي، د انسان د قاچاق په ځانګړي ډول ايران ته د تللو په موخه د ماشومانو د تګ لاره ده. په دغه ولايت کې د نورو ولايتونو هغه اوسېدونکي له ورايه ښکاري چې له ايران څخه راستانه شوي او يا هم ايران ته نه دي پرېښودل شوي.

 د نورو ولايتونو ډېر شمېر خلک په هرات کې يوه يا څو ورځې تېروي، له هغه وروسته بيا د اوسېدو خپل ټاټوبي ته روانېږي او يا ځينې يې د بېلابېلو دليلونو له امله په ځانګړي ډول د اقتصادي بېوزلۍ له امله په دغه ولايت کې پاتې کېږي، څو ايران ته يوځلې بيا د خپل تګ چانس وازمايي.

د ماشومانو د قاچاق تريخه کيسه  

 شپاړس کلن صفت الله د کندوز ښار د نهمې ناحيې اړونده د چلچينه سيمې اوسېدونکى دى. نوموړى چې په دې وروستيو کې له ايران څخه راشړل شوى او اوسمهال هرات ښار کې اوسيږي، پژواک خبري اژانس ته يې وويل ، چې نهه مياشتې وړاندې د قاچاق وړونکو په مرسته له هرات څخه نيمروز او له هغه وروسته ايران ته ولاړ.

 نوموړي د کورنيو د پرېښودو او ايران ته د غيرقانوني کډوالۍ  خطرونو د منلو په اړه وويل: “زموږ په سيمه کې طالبان دي او جګړه ده، کرنه نه کېده، پلار مې راته وويل  چې که  دلته واوسې او طالبانو ته لاړ شې؛ د حکومت له خوا وژل کېږې او که حکومت ته ورشې، د طالبانو له لوري نو دا غوره ده چې ايران ته لاړ شې.”

 صفت الله زياته کړه  چې د خپل عمر له نورو ١٥ کسانو سره يې دا پرېکړه وکړه چې کابل او له هغه ځايه نيمروز ته ولاړ شي، چې له نيمروز څخه بيا د پاکستاني قاچاق وړونکو پر مټ ايران ته ولېږدول شول.

 هغه وويل چې له يوه بل همزولي سره يوځاى د کرمان ښار په يوه هوټل کې اوسېدل او ټاکل شوې وه چې له هغه ځايه يوې بلې سيمې ته ولاړ شي.

 نوموړي زياته کړه: “موږ يې يوې بلې کوټې ته يوړو، هلته درې ورځې وږي او تږي پاتې شوو، موږ به يې وهلو او راته ويل به يې که چېرې په افغانستان کې خپلو کورنيو ته د پيسو د رالېږلو په اړه ونه وايي نو ستاسو نوکان به وباسو.”

 هغه څرګنده کړه  چې ماما يې ١٤ کاله وړاندې د قاچاق وړونکو په وسيله ايران ته لاړ، چې تر اوسه پورې يې برخليک نه دى معلوم شوى.

 له ايران څخه دغه راشړل شوي ماشوم وويل  چې د ستړيا او روحي فشارونو له امله په نشه يي توکو روږدى شوى دى.

 صفت الله وويل: “ډېرې دردېدونکې کيسې لرم، ايران ته د قاچاقي سفر په ترڅ کې يوه بلوڅ د موټر شاته پر يوه دوولس کلن هلک تېرى کاوه او چا يې هم د مخنيوي هڅه نشواى کولى، دغه مسايل مې په ايران کې هم وليدل.”

 هغه زياته کړه: “په ايران کې مې دومره رنځ او دردونه وليدل چې کله مې هم راياد شي، بدن مې په لړزه شي، کار مې ډېر دروند و  او د ډېرې بې خوبۍ له امله به مې سګرټ او چرس څکول، ترياک به مې خوړل، خو زه يوازې نه وم   نورو ماشومانو به هم دا کار کاوه.”

 يوه بل تنکي ځوان پنځلس کلن امين چې له ايران څخه له راشړل کېدو وروسته په هرات کې اوسيږي، ايران ته د قاچاقي سفر په اړه يې خپلې ترخې خاطرې شريکې کړې.

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې څو ځلې د جنسي تېري قرباني شوى، وويل: “نهه مياشتې په ايران کې وم، زه به يې ډېر ځورولم، په دغو نهو مياشتو کې مې داسې فکر وکړ چې نوي کاله راباندې تېر شوي، زه به يې وهلم ټکولم.”

 امين زياته کړه: “کورنۍ چې کله خپل ماشومان د کارکولو په موخه د قاچاق وړونکو لاس کې ورکوي، بايد په دې پوه شي چې خپل ماشومان په خپلو لاسونو وژني.”

 ياد راشړل شوي ماشوم د خپلو خبرو په دوام د خپلو کاري شرايطو په اړه وويل: “له درنو کارونو دومره ستړى کېدم، هره شېبه به مې دا هيله درلوده، څو خپله کورنۍ مې په دا ډول وضعيت کې وويني، چې بيا به مې هيڅکله هم د کار کولو په موخه بهر  ونه لېږي.”

 

امين وويل چې د افغانستان له حکومته غواړي څو د امنيت ټينګښت او کاري زمينې برابرولو په موخه د ټولو په ځانګړي ډول ماشومانو ته د ژوند غوره چاپېريال برابر کړي، چې بيا ماشومان نورو هېوادونو ته د کارونو په موخه له قاچاقي لارو لاړ نه شي.

١٢ کلن عبدالحميد يو بل هغه تنکى ځوان دى  چې له ايران هېواد څخه راشړل شوى، نوموړي هم  د خپل  سفر ترخې خاطرې لري او د خپلې کورنۍ له خبرولو پرته چې اوسمهال په ايران کې اوسېږي، افغانستان ته راشړل شوى دى.

 هغه وويل: “په کار کې کوم چې د ايران پوليسو له وهلو ټکولو وروسته په موټر کې واچولم او زندان ته يې يوړم، چې هلته له اتو ورځو تېرولو وروسته يې افغانستان ته راولېږم.”

ماشومان د کار په موخه بهرنيو هېوادونو ته لېږل کېږي

 

مصطفى علي زاده چې خپل ١٢ کلن زوى يې د کار کولو په موخه ايران ته لېږلى او ياد هېواد ته د خپل زوى د لېږلو يو لامل يې اقتصادي ستونزې او د کار نشتون په ګوته کړ.

 هغه وويل: “زه په يوې پښې معلوله يم او د کورنۍ ٨ غړي راپسې دي چې زه په خپله د کار کولو وس نه لرم، قاچاق وړونکي ته مې ١٥٠ ميليون تومان ورکړل او خپل بچى مې هم ورته وسپاره، دو ځلې راوشړل شو او اوس يو کال کېږي چې په ايران کې د ودانيو په برخه کې کار کوي او موږ ته پسې رالېږي.”

 

صبريه اعتمادي هم هغه مور ده، چې د خپل ځيګر دوه ټوټې يې ايران ته لېږلې دي.

 هغې وويل: “کونډه يم او د نفقې راوړلو څوک نه لرم، دوه ١٤ او ١٥ کلن زامن مې ايران ته ولېږل او زه په خپله هم په هرات کې د خلکو په کورونو کې کالي مينځم.”

د مسوولو بنسټونو نظرونه

 هرات کې د راشړل شوو ماشومانو په برخه کې د يونيسف پروژې يوه چارواکي غلام رسول عمري، د قاچاق شوو ماشومانو څرګندونې ومنلې او زياته يې کړه چې دوى د قاچاق شوو ماشومانو ډېرې دردناکې قضيې لري.

 هغه زياته کړه: “تر دې چې په يوه ورځ کې ١٢ ماشومان هم چې د يو شمېر کورنۍ يې په ايران کې دي، له دغه هېواده راشړل شوي چې دا بيا موږ ته د اندېښنې وړ موضوع ده.”

 هغه زياته کړه، کله چې ماشومان راشړل کېږي، خپله ټوله کيسه په فورم کې ليکي او بيا د ياد دفتر له لوري يې مهمې قضيې څېړل کېږي.

 عمري وويل: “ټولې هغه ستونزې چې يادو ماشومانو څرګندې کړې، رښتيا دي، موږ دا ډول پېښې څېړو چې د چا له لوري چېرته وړل شوي او بيا چا ته سپارل شوي او له هغه وروسته يې بيا خپلو کورنيو ته سپارو.”

 عمري زياته کړه چې ډېرى افغان ماشومان د درنو کارونو او يا امنيتي مسايلو په موخه قاچاق کېږي.

 نوموړي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: “په دغو ماشومانو کې يو داسې ماشوم هم شامل و، چې له دغه ځاى څخه يې پاکستان ته د ځانمرګي بريد په موخه بېولى و، تر دې چې د ياد ماشوم په بدن کې د هغې پېچکارۍ نښان چې هغه يې ځان وژنې ته چمتو کاوه، هم ليدل کېده؛ ياد ماشوم بيا په پاکستان کې له طالبانو تښتېدلى او بيا ايران ته تللى، چې له هغه ځايه بېرته راشړل شوى دى.”

 نوموړي د انسان اجباري قاچاق د قانون او د ماشومانو د حقونو کنوانسيون خلاف عمل وباله او له حکومته يې وغوښتل، څو د دينې عالمانو، د جوماتونو د ملا امامانو او رسنيو له لارې د ماشومانو د ساتلو او د هغوى د حقونو په اړه معلومات وړاندې کړي، څو د دا ډول قاچاق مخه ونيول شي.

 د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيز خونديتوب برخې ستر سلاکار فضل الهي ابراهيمي وويل، چې ياد وزارت د هېواد په څلورو زونونو کې په ١٣٩٢ او ١٣٩٣ کلونو کې داسې مرکزونه جوړ کړل، څو قاچاق او تښتول شوي ماشومان په کې وساتل شي.

 خو د هغه په وينا، د ملاتړ کوونکو موسسو د مرستې له نه کولو وروسته اوس يوازې له دې جملې په کابل کې يو مرکز فعاليت کوي او له ١٣٩١ کال تر ١٣٩٤ کال پورې دا ډول ماشومانو ته د کار وزارت له لوري خدمتونه شوي دي.

 د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو مشر جاوېد نادم وويل چې ماشومان د بېلابېلو مواردو په موخه د انسان قاچاق وړونکو له لوري بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

 نوموړي په داسې حال کې چې په دې اړه کره شمېره په ډاګه نه کړه، خو زياته يې کړه چې هيڅ کوم داسې بنسټ هم د هغو ماشومانو کره شمېر چې د افغانستان له سرحد بېلابېلو هېوادونو ته قاچاق شوي، په واک کې نه لري.

 

نادم وويل: “هره ورځ له ايران څخه له ٢٠ تر ٣٠ ماشومان چې عمرونه يې له ١٢ تر ١٥ کلونو پورې دي، راشړل کېږي، چې د کال له پيل څخه د ليندۍ تر مياشتې پورې يې شمېر ٣٣٥٠ ماشومانو ته رسيږي، له دغو ماشومانو سره مو د بېلابېلو موسسو په همکارۍ مرسته کړې او بيرته مو خپلو کورنيو ته سپارلي دي.”

 د هرات ياد استازي وويل  چې ماشومان د بېلابېلو مواردو له امله د قاچاق وړونکو لاسونو ته غورځي او زياته يې کړه چې يو دليل يې هم دوى ته د کاري زمينې نه برابرول دي، چې يو بل مورد يې هم د قاچاق وړونکو له لوري د دغو ماشومانو کورنيو ته د لېږد په موخه هڅونکې او تېر اېستونکې خبرې کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوېلي اسيا د سيمې هېوادونو د همکارۍ سازمان (سارک) غړو هېوادونو په څلورمه ناسته کې پرېکړه وکړه، چې د افغانستان په ګډون د دغه سازمان اته هېوادونه د انسان په ځانګړي ډول د ماشومانو د قاچاق منع کنوانسيون په عملي کولو مکلف دي، خو په دې سربېره د هرات د بشر حقونو خپلواک کميسيون له افغان دولت څخه د انسان له قاچاق څخه د مخنيوي په برخه کې خوښ او راضي نه ښکاري.

د بشر حقونو تر پښو لاندې کول

 په هرات کې د بشر حقونو د سيمه ييز کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي پژواک ته وويل، په تېرو نهو مياشتو کې ډېر ماشومان راشړل شوي  چې له دې ډلې يې يادې ادارې له ٥٨٣ ماشومانو سره چې د هرات له اسلام قلعه لارې راشړل شوي؛ مرکې کړې دي.

 هغه زياته کړه، قاچاق وړونکي تر ډېره  کورنۍ تېرباسي او ماشومان يې په بېلابېلو بهانو سره ايران هېواد ته قاچاق کوي.

 يادې سيمه ييزې ادارې له ټولو کورنيو وغوښتل، څو له انساني قاچاق کوونکو څخه د خپلو ماشومانو د ژغورنې په موخه ډېر محتاط  ووسي.

 د ماشومانو د قاچاق زيانونه

 د کابل پوهنتون د ارواپوهنې استاد شرف الدين عظيمي د ماشومانو د ځورولو او تنګولو د زيانونو په اړه وويل، هغه کسان چې په ماشومتوب کې د جنسي ځورنې قرباني کېږي، نو ډېرى يې د عمر په زياتېدو سره په ځان وژنې لاس پورې کوي او پر خپل ځان د باور نشتون له امله سخت ځوريږي، چې له هغه وروسته همجنسپالنې ته مخه کوي .

 نوموړي دغه راز زياته کړه، کوم کسان چې په ماشومتوب کې له نشه يي توکو ګټه اخلي، په روحي او جسمي ډول ناروغيږي او دغه ناروغۍ بيا له نورو هغو خطرناکه ده.

 د دغه استاد د څرګندونو پر بنسټ، د انسان قاچاق چې په اوسني عصر کې د غلامۍ نوې بڼه بلل کېږي، په دې ورځو کې د انسان قاچاق کوونکو لپاره په داخل او بهر کې د غيرقانوني سوداګرۍ د ډېرو پيسو د ترلاسه کولو لامل شوي دي.

 د انسان د لسګونه قاچاق وړونکو نيول

 په هرات کې د پنځمې مېشتې سرحدي لوا رييس ارکان  سمونوال ګلبدين الکوزي وويل  چې د روان کال له پيل راهيسې يې د انسانانو ٦٠ قاچاق وړونکي نيولي او بيا يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

 

الکوزي زياته کړه، دغو قاچاق وړونکو به د يوه کس د لېږد په بدل کې له دوه تر درې ميليون تومانه ترلاسه کول چې ډېر کسان به د نيمروز له لارې ايران ته قاچاق کېدل.

 نوموړي پژواک ته وويل: “له ايران څخه هره ورځ له ٥٠٠ تر ٦٠٠ کسانو پورې راشړل کېږي، چې له دې جملې يې له ٥٠ تر ٦٠ پورې ماشومان وي.

 د افغانستان د جزا قانون او د کډوالو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون پر بنسټ، د انسان قاچاق جرم دى.

 د کډوالو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په قانون کې راغلي  چې د کډوالو قاچاق، نورو هېوادونو ته له رسمي اسنادو او مدارکو پرته د افغان کډوال لپاره د سفر د وسيلې برابرول دي.

 د ياد قانون په ١٤ مه ماده کې راغلي، قاچاق وړونکى بايد کم تر کمه درې کاله زنداني شي، خو د زنا، لواط او يا بل جرم په صورت کې بايد له شريعت سره سم په ١٢ کاله زندان محکوم شي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.