ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې تر ٥٠ سلنه زيات خصوصي روغتيايي مرکزونه قانوني جواز نه لري

په خوست کې تر ٥٠ سلنه زيات خصوصي روغتيايي مرکزونه قانوني جواز نه لري

author avatar
21 Jan 2017 - 15:52
په خوست کې تر ٥٠ سلنه زيات خصوصي روغتيايي مرکزونه قانوني جواز نه لري
author avatar
21 Jan 2017 - 15:52

خوست ښار(پژواک، ٢سلواغه ٩٥) په خوست ښار کې تر ۵۰ سلنه زيات شخصي او خصوصي روغتيايي مرکزونه، درملتونونه او کتنځي پرته له کوم قانوني جواز څخه فعاليت کوي.

د عامې روغتيا رياست معلومات

د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په خوست ښار کې ۳۷۷ درملتونونه، ۱۵ روغتونونه، ۹۵ کتنځي، ۵۸ طبي لابراتوارونه، ۴۵ د غاښونو کلينيکونه، ۲۴ الټراساونډ، ۳۱ د درملو عمده فروشۍ، ۳۱ د درملو د کمپنيو نماينده ګۍ، ۱۱ اکسرې او د ځينو نورو په ګډون په ټوليز ډول ۷۰۱ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي.

دوى وايي، په ټوليز ډول په خوست ښار کې ۳۴۷ مرکزونه د فعاليت قانوني جواز لري، خو پاتې ۳۵۴ نور بيا پرته له کوم قانوني جواز څخه فعاليت ترسره کوي.

سرچينه زياتوي، له ياد شمېر څخه ۲۶۱ درملتونونه، ۵ روغتونونه، ۱۵ کتنځي، ۲۸ طبي لابراتوارونه، ۲۰ د غاښونو کلينيکونه، ۴ الټرساونډ، ۶ د درملو عمده فروشۍ، ۶ د درملو د کمپنيو نماينده ګۍ، يو اکسره او ځينې نور هغه د فعاليت جوازونه لري.

د خلکو او مدني ټولنې اندېښنې او شکايتونه :

په ورته وخت کې ددې ولايت اوسېدونکي نيوکه لري چې زياتره خصوصي روغتيايي مرکزونه ناروغانو ته له اړتيا ډېر معاينات ليکي او زيات درمل ورکوي، چې په دې سره د دوی فعاليت تر پوښتنې لاندې راځي.

ددې ولايت اوسېدونکي يوسف انتظار پژواک اژانس ته وويل چې په مرکز او ولسواليو کې لسګونه داسې شخصي کلينيکونه شته، چې د ناروغانو له مجبوريته ناوړه ګټه پورته کوي او ډېرې پيسې ترې اخلي.

هغه زياته کړه:((له شک پرته چې په خوست کې ځينې خصوصي کلينيکونه په قصاب خانو تبديل شوي دي. لامل يې دادی چې خلک مجبور او مکلف دي، چې روغتونونو ته ورشي. دا له خلکو سره ستره جفا ده.))

ددې ولايت بل اوسېدونکي سيدمرجان پژواک اژانس ته وويل چې د خصوصي سکتور له لوري تر يوه بريده د ناروغانو درملنه ښه کېږي، خو په ځينو مواردو کې ډاکټران د پيسو ګټلو لپاره ناست دي.

دى وايي: ((د روغتون لپاره يې کور يا ستر مارکېټ نيولی وي، ددې لپاره چې خپل ټول لګښتونه پوره کړي او ګټه هم وکړي، پرته له دې چې د ناروغ اقتصادي وضعيت ته وګوري، يوه پنډه دوا ورکوي.))

نوموړي زياته کړه، داسې شخصي روغتون هم پېژني چې هره ورځ په کې د ناروغ لرونکو او فارمسس ترمنځ د پيسو په سر لانجه وي، ځکه ځينې ناروغ لرونکي د ټولو درملو پيسې نه شي پوره کولی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.