ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې به سلګونه  باغونه  جوړ شي

په پکتيکا کې به سلګونه باغونه جوړ شي

author avatar
21 Jan 2017 - 16:26
په پکتيکا کې به سلګونه  باغونه  جوړ شي
author avatar
21 Jan 2017 - 16:26

ښرنه(پژواک،٢سلواغه٩٥): د پکتيکا د کرنې رياست چارواکي وايي چې په راتلونکي کال کې به يو لوى کرنيز فارم  او سلګونه باغونه  جوړ شي .

د پکتيکا د کرنې رييس نورالله سباوون د سلواغې په دويمه د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل، دغه رياست په پلان کې لري چې راتلونکى کال په مرکز او ولسواليو کې سلګونه باغونه پر کروندګرو  ووېشي.

هغه وويل: (( بڼوال په خپلو ځمکو کې باغونه جوړوي، نيالګي او اصلاح شوي تخمونه موږ ورکوو.))

هغه وايي چې دغه يو پنځه کلن پروګرام دى او په دې موده کې به سلګونه په معيار برابر باغونه جوړ شي.

دغه راز سباوون وايي چې  راتلوونکى کال به په مرکز ښرنه کې د دوه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت په ٨٠ جريبه ځمکه کې يو لوى کرنيز فارم هم جوړ شي.

ده وويل: (( په دې فارم کې به اصلاح شوي تخمونه وي، اصلاح شوي نيالګي به وي، اصلاح شوي بوټي او نور د اړتيا وړ شيان به وي.))

د مرکز ښرنې يو تن کروندګر محمد عالم پژواک ته وويل: (( موږ ډير خوشحاله يو چې دغه پروګرام پيليږي او ددې پروګرام لومړۍ سروې هم شوې ده.))

هغه وايي چې تر دې وړاندې ګروندګرو د اصلاح شوو تخمونو او نيالګيو د نه لرلو له امله نشو کولاى د پام وړ محصولات ترسره کړي.

د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز هم د کرنې رياست څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې د يادو بڼوالو لپاره به د اوبو لمريز سيستم هم جوړ شي.

ده وويل چې ددې پروژې مالي لګښت د کرنې رياست له پراختيايي بوديجي څخه ورکول کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې هرکال د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د کرنې رياستونو له لوري کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ويشل کيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.