ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  هلمند کې روغتيايي خدمتونه کمزروي دي

په هلمند کې روغتيايي خدمتونه کمزروي دي

author avatar
25 Jan 2017 - 14:18
په  هلمند کې روغتيايي خدمتونه کمزروي دي
author avatar
25 Jan 2017 - 14:18

لښکرګاه(پژواک،۶سلواغه ۹۵): په هلمند کې روغتيايي خدمتونه کمزروي دي چې له امله يې په دغه ولايت کې د پنځوس سلنه خلکو  روغتيايي ستونزې نه هواريږي.

دغه څرګندونې د هلمند د عامې روغتيا رييس مولاداد توبه ګار د سلواغې په ٦مه د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې د عامې روغتيا وزارت له لوري په دغه ولايت کې د نږدې يو ميليون کسانو لپاره روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي.

خو هغه زياته کړه: (( په دې ولايت کې ٢،٥ميليونه کسان ژوند کوي خو وزارت د ٩٨٠ زره کسانو لپاره د روغتيايي خدماتو امکانات راکړي چې دغه خدمات بسنه نه کوي.))

ده وويل چې د عامې روغتيا وزارت دغه امکانات هلمند ته د څو کلونو وړاندې سروې له مخې ورکوي چې ستونزې نه شي هوارولى.

توبه ګار وايي چې په دغه ولايت کې د يو شمېر موسسو لخوا هم روغتيايي خدمتونه وړاندې کيږي چې هغه هم کافي نه دي.

هغه زياته کړه: (( دغه موسسې د نورو روغتيايي خدمتونو ترڅنګ با کيفيته درمل هم ورکوي چې ښه تاثير  يې کړى دى، خو بيا هم د خلکو برابر خدمات نشته .))

د توبه ګار په وينا، د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه يې  پيل کړې چې په دې لړ کې يې تر اوسه ١٢تنه له دندو ګوښه کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې په ټوليزه توګه ٦٥ روغتيايي مرکزونه دي چې يواځې د کجکي ولسوالۍ روغتيايي مرکز تړل شوى او د واشېر ولسوالۍ د روغتيايي مرکز په نيمه برخه کې امنيتي ځواکونه دي، په نورو کې ستونزې نشته .

ده وويل چې تېر کال په دې ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې په برخه کې درې پېښې په روغتون او درې هم په کور کې ثبت شوي چې د نورو کلونو په پرتله کمې دي.

رييس وويل چې اړوندې ټولې ستونزې يې له سيمه ييزو او حکومتي چارواکو سره شريکې کړې دي او د حل لپاره به يې اقدام وکړي.

 د توبه ګار د معلوماتو له مخې، د وروستيو جګړو له امله دوى له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.