ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزنې ښار کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په غزنې ښار کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
26 Jan 2017 - 13:51
په غزنې ښار کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
26 Jan 2017 - 13:51

غزني- ننګرهار(پژواک،٧سلواغه٩٥):په غزنې ښار کې د ماين د چاودنې له امله يو تن و وژل شو او دوه ملکي کسان ټپيان دي او په ننګرهار کې ملي امنيت يو دداعش غړى او څلور طالبان نيولي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا يوه بجه د غزنې ښار په کلا سبز سيمه کې د ماين چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، دغه ماين په ريکشا کې ځاى پرځاى شوى و او وسله والو غوښتل يې چې يوې دولتې ادارې ته نږدې چاودونه ورکړي.

هغه زياته کړه: (( ماين پرې لاره کې چاودېدلى، خپله ريکشاچلوونکى  وژل شوى او دوه نور ملکي کسان په کې ټپيان شوي دي.))

امرخېل وايي چې په دې اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

د غزني د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې څخه دوى ته دوه تنه ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې ښه دى.

د يادې چاودنې له امله په کلا سبز سيمه کې د يو شمير هټيو ښېښې ماتې او درې موټر  هم زيانمن شوي دي.

دغه راز د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په را ليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو په جلال اباد ښار کې څلور طالبان نيولي دي.

سرچينه وايي چې دغه طالبان اکرام الله، رحمت الله، قاري محمود او سيدمحمد نوميږي چې په ترهګريزو پېښو او وژنو کې يې لاس درلود.

د سرچينې په حواله، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د محمد اسماعيل په نوم د داعش ډلې يو غړى هم نيول شوى دى.

د دولت وسله والو مخالفينو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.