ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د سړې هوا او امکاناتو نشتون له امله ٢٧ ماشومان مړه شوي

جوزجان کې د سړې هوا او امکاناتو نشتون له امله ٢٧ ماشومان مړه شوي

author avatar
26 Jan 2017 - 15:57
جوزجان کې د سړې هوا او امکاناتو نشتون له امله ٢٧ ماشومان مړه شوي
author avatar
26 Jan 2017 - 15:57

شبرغان (پژواک،٧سلواغه ٩٥): د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د سړې هوا او امکاناتو نشتون له امله ٢٧ ماشومان مړه شوي دي.

د چارواکو په وينا، دا ماشومان د درزاب ولسوالۍ لرې پرتو کليو، د فارياب ولايت بلچراغ ولسوالۍ نږدې کليو او د سرپل ولايت صياد ولسوالۍ کې د نښلونکو لارو بندېدو، واورو او بارانونو ورېدو او روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله، مړه شوي دي.

 د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وويل چې دې ولسوالۍ کې شاوخوا پنځوس سانتي واوره  ورېدلې ده او د ولسوالۍ له مرکز سره د ډېرو کليو لارې تړل شوې دي او د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي په سختۍ خوراکي توکي ترلاسه کوي.

نوموړي زياته کړه چې يوشمېرماشومان او ميندوارې مېرمنې، خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له امله خوارځواکۍ سره مخ دي چې دا موضوع د ماشومانو د مړينې لامل شوې ده.

 د درزاب ولسوال له اړوندو چارواکوڅخه غوښتنه وکړه، څو ددې ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزو هوارولولپاره لاس په کارشي.

د جوزجان د والي وياند ولي محمد رضا غفوري وويل چې دا ماشومان د سړې هوا له امله نه دي تلف شوي، بلکې په موسمې ناروغيو د اخته کېدو له امله  په دې وروستيو ورځوکې تلف شوي دي ، په  درزاب ولسوالۍ کې د سړې هوا درجه دومره نه ده چې د ماشومانو د مړينې لامل شي.

غفوري زياته کړه :" دې ولسوالۍ کې دولتي ادارې فعاليت لري ، تراوسه د سړې هوا له امله د مړو شووکسانو شمېرې موږ ته نه دي رارسېدلې."

د جوزجان د ولايتي شورا غړې حليمې صدف وويل چې نن هم د درزاب ولسوالۍ ځينې استازي د خپلو ستونزو له منځه وړلو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته ورغلي وو؛ خو  ولسوال د هغوى د ستونزو په هوارولوکې پاتې راغلى او د خلکو استازو ته يې منفي ځواب ورکړى دى.

 نوموړې د لارو بندېدو له امله د خلکو ستونزې تاييد کړې، ويې وويل چې د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکو د ستونزو هوارۍ لپاره ، تر اوسه د دولت له لوري کوم اقدام نه دى شوى.

مېرمن صدف وويل:"د ناامنيو له امله ٤٥٠ کورنۍ له فارياب اوسرپل ولايتونوڅخه دې ولسوالۍ ته پناه راوړې چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او که د ژمي په دې موسم کې د درزاب اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې نه شي او بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې ونه شي، نو انساني غمېزه به رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټرفريدون حبيب وويل چې د درزاب ولسوالۍ مرکز کې يو روغتون فعال دى او دوه نورکلينيکونه سره دره اوچګانه کليوکې فعاليت کوي.

هغه زياته کړه چې تېرو څلوېښت ورځوکې په دې مراکزوکې ١٢٤٠ماشومان درملنه شوي دي چې ٤٠ تنه يې بستر دي،په ياده موده کې يوازې يوه ماشوم په روغتون کې ساه ورکړې او درې نور ماشومان له ټاکلې مودې مخکې زېږېدلي چې د تلف شوو په جمع کې ثبت شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.