د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دولت د نه پاملرنې له امله د کندهار تاریخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

د دولت د نه پاملرنې له امله د کندهار تاریخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

Jan 26, 2017 - 16:06

کندهار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٥): د کندهار اوسېدونکي او فرهنګیان وايي د دولت د نه پاملرنې له امله د دې ولایت یو شمېر تاریخي ځایونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې رغونې او ساتنې ته جدي اړتیا لري.

دوی زیاتوي، په ځينو تاریخي ځایونو کې خپلسرې کیندنې شوي او یا یې اړوندې سیمې او ځمکې غصب شوي چې د دغه ولایت تاریخي برم ته یې دروند زیان اړولی دی.

بل خوا د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي چې د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره یې اقدامات کړي او د پراخولو لپاره یې پر نورو لارو چارو هم کار کوي.

د معلوماتو له مخې، په کندهار کې له ۳۰ څخه ډېر تاریخي ابدات ثبت دي چې ځینې یې زرګونه کاله مخینه او قدامت لري.

دغه تاريخي ابدات د کندهار زوړ ښار، د اشوکا کتيبه، چهل زينه، نارنج ماڼۍ، منډيګک، ارګ، احمد شاهي کلا، د سپېروان غونډۍ، مينا برج او يو شمېر نور مقدس اماکن دي چې ډېر يې دا مهال په بد حالت کې دي او که پاملرنه ورته و نه شي، نو له منځه به لاړ شي.

لیکوال او شاعر او د ملالۍ پوهنتون استاد عبدالواسع هڅیال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ناامنۍ تر څنګ تاريخي ابداتو ته څېرمه د ځمکو غصب او د خپلسرو ودانيو جوړول هغه څه دي چې د لرغونو ځايونو ارزښت ته يې زيان اړولى او د له منځه تلو له ګواښ سره یې مخ کړي دي.

ده زیاته کړه، په دې برخه کې نارنج ماڼۍ چې د هوتکیانو له دورې ها خوا تر زرو کلونو ډېر قدامت لري تر ټولو ډېره له ګواښ سره مخ ده، ځکه په تېر کې يې ګڼې ځمکې غصب شوي دي.

دی وايي، اړوند وزارت ته په کار دي چې په دغه تاريخي سيمه کې د نور غصب مخه ونيسي او یو محافظتي دېوال پرې راوګرځوي، څو په بشپړه توګه خوندي او تاريخي ارزښت يې پر ځاى پاته شي.

هڅیال دغه رار د کندهار ښار په لویدیځه څنډه کوکران سیمه کې د میرویس نیکه د استوګنې د کور او د کندهار ښار په رړه کې د احمد شاه بابا د کور یادونه وکړه چې تاریخي مخینه لري او دا مهال په کې د هغوی لمسي او کړوسي ژوند کوي.

د لوى امپراتور احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړي سمت اړوند د سدوزو په کوڅه کې موقعیت لري چې اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه پر ځاى پاتې دى، دغه کور په (۱۱۷۲) کال کې د احمدشاه بابا په لارښوونه د فني کارګرانو او معمارانو له خوا په بخارایي سبک جوړ شوى دى .

هڅيال غوښتنه کوي چې دولت دې دغه کورونه له هغوی په بیه واخلي او د تاریخي ځایونو په بڼه یې خوندي کړي.

ده دا هم وویل چې ګڼ شمېر نور تاريخي ابدات چې په يو شمېر ولسواليو لکه ارغنداب، پنجوايي، ميوند، سپين بولدک او نورو کې موقعيت لري هم د مرکزي اداري جدي پاملرنې او ساتنې ته اړتيا لري.

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی احمد شاه سپر هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کندهار زوړ ښار، نارنج ماڼۍ، د منډيګک غونډۍ، د سپېروان غونډۍ، مينا برج، د سلېمان اخندزاده برج او ځينې نورې سيمې په ډېر بد حالت کې دي، که پاملرنه ورته و نه شي نو له منځه به لاړې شي.

هغه زیاته کړه، دولت نه په تېرو کلونو کې د تاریخي ځایونو ساتنې ته توجه کړې او نه یې اوس ساتنې او رغونې ته کوم پلان لري.

دی وايي: ((که په ځینو مواردو کې دا کار شوی هم وي، نو فساد په کې موجود دی، د بېلګې په توګه که د یوه ځای پر رغېدو او ترمیم زر ډالره لګښت راځي نو پنځوس زره ورباندې اخیستل کېږي او یوارې زر ډالره مصرفېږي.))

نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر څنګ د یونیسکو له نړیوال سازمان څخه هم غوښتنه کوي چې په کندهار کې د تاریخي ځایونو د ساتنې او رغونې په برخه کې مرسته او اقدام وکړي.

د کندهار بل اوسېدونکی محمد کبیر دروېش بیا په میوند ولسوالۍ کې د ملالې میوندي د تاریخي مقبرې یادونه کوي چې د افغاني برم او د وخت د انګرېز ښکېلاک د ماتې بېلګه ده خو اوس ورانه پرته ده.

دی وايي، د نورو تاریخي ځایونو او مقدسو اماکنو په څېر دغه مقبره هم جدي رغونې او ساتنې ته اړتیا لري.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حضرت ولي هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې نوموړی د دې ادارې د رییس په تو ګه ټاکل شوی د تاریخي ځایونو د خوندیتوب لپاره یې یو لړ ګامونه اخیستي او پر نورو پلانونو هم کار کوي.

دی زیاتوي، دوه کاله وړاندې د خپل ماموریت د پیل پر مهال یې ټولو هغو ولسوالیو ته چې تاریخي ابدات په کې شته، رسمي مکتوبونه لېږلي چې ساتنه یې د پولیسو پر غاړه ده.

د ده په خبره، په دغو سیمو کې که څوک تاریخي ابده له منځه وړي یا یې اړونده ساحه غصبوي، نو هغوی باید د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په جریان کې کړي، څو دغسې کسان ونیول شي او قانون ته وسپارل شي.

نوموړي یادونه وکړه چې اطلاعاتو او فرهنګ یوازینی وزارت دی چې کمه بودیجه ورکول کېږي خو بیا هم د کندهار ښاروالۍ او یو شمېر ملي سوداګرو په مرسته په پلان کې لري چې هغه تاریخي سیمې ورغوي چې له ګواښ سره مخ دي.

هغه د بېلګې به توګه د میرویس نیکه مقبره او د خرقې مطهرې ودانۍ یادې کړې چې ترمیم شوې دي.

دغه راز ده وویل چې د اوسمهال لپاره په پلان کې لري چې د زرغونې انا مقبره، د سلیمان اخندزاده برج، د مینا برج او نور ځایونه ترمیم او په دې توګه خوندي کړي.

په میوند ولسوالۍ کې د ملالې میوندي د مقبرې په اړه ده یادونه وکړه چې دغه ساحه د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده او ماینونه یې په کې ځای پر ځای کړي دي.

دی وايي، د یادې شوې مقبرې د رغولو او پر هغې د یوې ګومبزې د جوړولو په موخه یې د سیمې د اوسېدونکو په منځګړتوب له وسله والو سره خبرې وکړې، خو هغوی دغلته د کار اجازه ور نه کړه.

د احمدشاه بابا د تاریخي کور د استملاک په اړه هوتک وویل چې څه موده مخکې حکومت غوښتل دغه کور استملاک کړي او دغه ساحه په ملي موزیم بدله کړي، خو هغه خلک چې به دغه کور کې اوسي او ځانونه د احمد شاه بابا د کورنۍ ګڼي، کور یې په ډېره لوړه بیه ورکاوه چې له همدې امله دواړه لوري سره جوړ را نه غلل.

دی زیاتوي، په ټولیزه توګه په کندهار ښار کې چې په کوم ځاى کې تعمیراتي کارونه کېږي نو د ښار جوړونې ریاست یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته راجع کوي، څو په هغه سیمه کې تاریخي ابده موجوده نه وي او تاریخي مخینې ته یې زیان وا نه وړي.

د یادونې ده چې که له یوې خوا د کندهار ګڼ شمېر تاریخي ځایونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي، له بلې خوا دغه تاریخي سیمې او ابدې اوسمهال د ناامنیو له امله نه کورني سيالانيان لري او نه هم بهرني.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement