کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته د برېښنا وېش شبکې غځولو قراردادونه د ولسمشر اشرف غني په حضور کې لاسلیک شول.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان برېښنا شرکت له جګوار او انجلیک انټرنیشنل دوو کمپنیو سره لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته د برېښنا شبکې د ډیزاین، چمتو کولو، تدارک، تجهیز، وېش او غځولو قراردادونه لاسليک کړل.
سرچينه کاږي، د دغو قراردادونو د لاسلیک په مراسمو کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شول، په پيل کې د افغانستان برېښنا شرکت ريیس قدرت الله دلاوري د کارونو په ایجاد، اقتصادي تحرک او د سیمې د خلکو په ژوند کې د دغو قراردادونو د اغېز او اهمیت په اړه خبرې وکړې.
ده وویل، دغه پروژه ۵۵،۸میلیون ډالره ارزښت لري چې د اسیا پراختیايي بانک له بلاعوضه مرستو څخه تمویلېږي.
د هغه په خبره، دغه پروژې به منځنۍ اسیا څخه د پنځه سوه ولټه برېښنا لېږد پروژې له بشپړېدو سره هممهال په دوو کلونو کې بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه، د دغه ډول پروژو د تړونونو لاسلیکول به د هېواد لرې سیمو ته د برېښنا د رسولو په برخه کې د افغانستان برېښنا شرکت لومړنۍ او وروستۍ هڅه نه وي او دوام به کوي، چې په وینا یې د یادو پروژو له بشپړېدو سره به د لوګر په پُل علم کې ۱۳۰۰۰، د پکتیا په ګردېز او وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې ۱۸۵۰۰ او په خوست ولایت کې به ۱۳۰۰۰پېرودونکي د برېښنا له روښنايي څخه برخمن شي.
په خبرپاڼه کې د اسیا پراختیايي بانک استازي توماس پنیلا له خولې راغلي، چې د اسیا پراختیايي بانک ویاړي چې افغانستان سره د برېښنا په غځولو او پراختیا کې مرسته کوي.
دى زياتوي: "موږ افغانستان کې د برېښنا او زېربنايي پروژو په پراختیا کې په خپلو ژمنو ولاړ یو، له همدې امله مو مخکې هم مرسته کړې او په دغه برخه کې به همکاري جاري ساتو."
هغه د خلکو پر اقتصادي ژوند د یادو پروژو اغېزې ته په اشارې وویل، له دغو پروژو سره به پرمختګ او کاري بوختیاوې زیاتې شي او د بېوزلۍ په کمولو کې به ګټورې تمامې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن