ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز ګمرک عوايد زيات شوي

د نيمروز ګمرک عوايد زيات شوي

author avatar
28 Jan 2017 - 18:38
د نيمروز ګمرک عوايد زيات شوي
author avatar
28 Jan 2017 - 18:38

 زرنج (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): د نيمروز ولايت چارواکي وايي چې د ياد ولايت د ګمرک عوايد په روان کال کې د تېر کال په پرتله دوه مليارده او ١٢٠ ميليون افغانۍ لوړ شوي دي.

 د نيمروز والي محمد سميع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد ګمرک عوايد په ١٣٩٥ لمريز کال کې لس ميلياردو او ٦٩٧ ميليون افغانيو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دغه اندازه په ١٣٩٤ کال کې اته ميليارده او ٥٧٤ ميليون افغانۍ وه.

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د دغه ولايت د ګمرک عوايد په روان کال له دوه ميليارد او ١٢٠ ميليون افغانيو لوړوالى ښيي، وويل چې د ماليې وزارت ياد ګمرک ته لس ميليارده او ٥٨٠ ميليون افغانۍ هدف ورکړى و، خو بيا هم له دغې اندازې ١١٧ ميليون زيات عوايد ترلاسه شوي دي.

 نوموړي زياته کړه، په ګمرک کې د نوي سيستم لګول او د عوايدو له تېښتې د مخنيوي او له مالي فساد سره د مبارزې په برخه کې د ګمرک د مامورينو هلې ځلې؛ د دغه ګمرک د عوايدو د زياتېدو لامل شوې او په راتلونکي کال کې هم د عوايدو د زياتېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د ياد ولايت يوه سوداګر عبيدالله چې له چين څخه برېښنايي وسايل راواردوي، وويل چې د نيمروز زرنج ښار پورې د ايران د بندرعباس لاره، له بندر عباس څخه د هرات د اسلام کلا لارې په پرتله شاوخوا ٣٠٠ کيلومتره نږدې ده او سوداګر هم هڅه کوي، څو خپل مالونه له نږدې لارو راولېږدوي چې له همدې امله د نيمروز لاره غوره کوي.

 د نيمروز ګمرک، د هېواد له سترو ګمرکونو شمېرل کېږي چې له يادې لارې د ورځې شا وخوا ٢٠٠ ډک او ترانزيټي موټر  راځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.