د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان سفير د پنجاب مشر وزير سره د سوداګرۍ د پراختيا په اړه خبرې وکړې

افغان سفير د پنجاب مشر وزير سره د سوداګرۍ د پراختيا په اړه خبرې وکړې

Jan 29, 2017 - 12:57

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٥): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د پنجاب ايالت مشر وزير شهباز شريف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا خبرې کړې دي.

د افغان سفير او ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال ددفتر لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون يې لاهور ته د سفر پر مهال د پنجاب مشر وزير شهباز شريف سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې له شهباز شريف سره ددې ليدنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د همکاريو په پراختيا موافقه شوې ده.

د پنجاب مشر وزير ددې ليدنې پر مهال په خپلو خبرو کې ترهګري او سخت دريځي د ټولې نړۍ او ولسونو لپاره يوه ستونزه وبلله.

هغه زياته کړې چې دواړه هېوادونه بايد د ګډو ګواښونو پر ضد په ګډه سره مبارزه  وکړي او د سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

شهباز شريف دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا هم ټينګار وکړ  او په ډاګه يې کړه چې دافغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دي.

د يادونې ده چې د پنجاب مشر وزير شهباز شريف د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ د لومړي وزير نواز شريف ورور دى. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement