کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٥): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د پنجاب ايالت مشر وزير شهباز شريف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا خبرې کړې دي.
د افغان سفير او ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال ددفتر لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون يې لاهور ته د سفر پر مهال د پنجاب مشر وزير شهباز شريف سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې چې له شهباز شريف سره ددې ليدنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د همکاريو په پراختيا موافقه شوې ده.
د پنجاب مشر وزير ددې ليدنې پر مهال په خپلو خبرو کې ترهګري او سخت دريځي د ټولې نړۍ او ولسونو لپاره يوه ستونزه وبلله.
هغه زياته کړې چې دواړه هېوادونه بايد د ګډو ګواښونو پر ضد په ګډه سره مبارزه وکړي او د سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
شهباز شريف دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا هم ټينګار وکړ او په ډاګه يې کړه چې دافغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دي.
د يادونې ده چې د پنجاب مشر وزير شهباز شريف د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ د لومړي وزير نواز شريف ورور دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن