ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ټاکنو ترسره کولو لپاره اراده نه شته “

“د ټاکنو ترسره کولو لپاره اراده نه شته “

author avatar
30 Jan 2017 - 17:56
“د ټاکنو ترسره کولو لپاره اراده نه شته “
author avatar
30 Jan 2017 - 17:56

 کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٥): پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او کارپوهان وايي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو لپاره غوڅه اراده نشته او په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون بحثونه د خلکو د تېر ايستلو په موخه دي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن په کابل کې د مدني ټولنې، پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو او د چارو له کارپوهانو سره دويمه مشورتي ناسته ترسره کړه او د ياد کمېسيون د راتلونکو پلانونو او پرمختګونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

 په ياده ناسته کې دغه راز د ولسي جرګې، ولسواليو شوراګانو، رايې ورکولو موجوده کارتونو او په راتلونکي کال کې د ټاکنو د ترسره کولو په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر طرحو هم خبرې اترې وشوې.

 خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخواني مشر فضل احمد معنوي، چې د يادې ناستې په څنډه کې له رسنيو سره خبرې کولې؛ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مسوولينو خبرې تکراري، د وخت ضايع او د خلکو تېر ايستل وبلل.

 هغه زياته کړه: "ترڅو چې د ټاکنو ترسره کولو لپاره ملي او نړيوال فشارونه شتون ونه لري؛ زه باور نه لرم چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دې په دا ډول ګامونو پورته کولو سره کم تر کمه يوځلې ټاکنې هم ترسره کړي."

 معنوي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ډېر وخت ضايع کړى، وويل چې په اوسنيو شرايطو کې د حوزو د کوچنيوالي او واحدې ډېرې رايې ترلاسه کولو څوکۍ سيسټم رامنځته کول سخت او ناممکن کار دى، چې د ياد کار لپاره مناسب وخت، لګښت او وړتيا شتون نه لري.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخواني مشر، د دې کار يوازېنۍ حل لاره د ټاکنو پر لوري د چټکو ګامونو پورته کول وبلل او ويې ويل، څرنګه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ګامونه پورته کوي؛ نو کېداى شي راتلونکې ټاکنې د تېرو ټاکنو په پرتله ډېرې خرابې او له درغلۍ ډکې وي.

 معنوي د رايې ورکولو د پخوانيو کارتونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "د رايې ورکولو پخوانيو کارتونو په بشپړه توګه خپل باور له لاسه ورکړى، بايد نوي کارتونه ووېشل شي او دا يو سياسي کار دى، د ټاکنو کمېسيون بايد ځان په سياسي  بحثونو کې ښکېل نه کړي؛ بايد له درغليو څخه د مخنيوي په موخه تخنيکي کارونه ترسره کړي."

 نوموړي، د د ټاکنو خپلواک کمېسيون اساسي دندې، د رايه ورکوونکو د نوملړ برابرول، له يوه مشخص مرکز سره د رايې ورکوونکي نښلول او د ټولو رايې معلومول په ګوته کړل او ويې ويل، چې ياد کمېسيون بايد دا ډول کارونه ترسره کړي، څو په راتلونکي کې د درغلۍ مخنيوى وشي.

نوموړي دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسيون دارالانشا رياست لپاره د وړانديز شوو کسانو په اړه وويل، چې دغه کسان په ارګ کې په موجودو کسانو پورې تړلي او له بده مرغه پوره باور پرې نه شي کېدى، هيله ده، څو داسې کسان چې له سياسيونو سره هيڅ تړاو ونه لري؛ معرفي شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ( تيفا) مشر محمد نعيم ايوب زاده هم د رايه ورکوونکو د نوملړ چمتو کول، د ټاکنيزو حوزو کوچني کول او له پخوانيو کارتونو ګټه له سترو ننګونو وبلل او ويې ويل: "د رايه ورکوونکو د نوملړ له برابرولو پرته د ټاکنو پر لوري تګ به يوه ستره تېروتنه وي او دا بيا يو مهم بحث دى؛ بايد دغې برخې ته پوره پاملرنه وشي."

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د رايه ورکوونکو د نوملړ برابرول د ټاکنو د روڼتيا له لړۍ سره پنځوس سلنه مرسته کوي؛ وويل چې ياد کمېسيون بايد پوره رښتينى نوملړ برابر کړي، څو له يادې لارې په راتلونکي کې د درغلۍ مخه ونيول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.