ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو کډوالو کورنيو سره مرستې وشوې

سلګونو کډوالو کورنيو سره مرستې وشوې

author avatar
30 Jan 2017 - 16:54
سلګونو کډوالو کورنيو سره مرستې وشوې
author avatar
30 Jan 2017 - 16:54

جلال اباد، ترينکوټ، محمود راقي (پژواک، ١١ سلواغه ٩٥): په ننګرهار، کاپيسا او پکتيا ولايتونو کې له سلګونو راستنو شوو کډوالو او بې ځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له کډوالۍ را ستنو شوو او بې ځايه شوو نهه سوه شپږ کورنيو سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته وشوه .
هغه زياته کړه چې له يادې جملې څخه شپږ سوه شپږ کورنۍ په دې وروستيو کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوې، چې درې سوه نهه اتيا کورنيو سره يې د ډبليو – ايف – پي ادارې له لوري هرې کورنۍ سره ديوې يوې مياشتې د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د نوموړي په وينا، په ياد شمېر کې سل کورنيو سره د ملګرو ملتونو د يونېسف ادارې لخوا د اته  اته زره افغانيو نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د ننګرهار د د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزى وايي، ٤١٧ کورنۍ چې له پچير اګام ولسوالۍ څخه را بې ځايه شوي د اسلاميک ريليف خيريه ادارې له لوري پرې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د هغه په وينا، د اړمنو کورنيو د پېژندنې په موخه سروې روانه ده چې په وينا يې ټولو مستحقو کورنيو سره به له سروې وروسته ورته مرستې ترسره شي.

د شيرين اغا په نامه يو تن چې له پاکستان څخه راستون شوى، پژواک ته وويل چې دوى له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او دا مرستې به يې يو څه ستونزې هوارې کړي.

خو هغه له حکومت او نړيوالو ادارو د نورو مرستو ترڅنګ د سرپناه غوښتنه هم وکړه.

دغه راز د پاملرنې موسسې لخوا د پکـتيا ولايت له ۳۰۰ بې ځايه شوو کورنيو سره د څه دپاسه دوه ميليونه افغانيو په ارزښت د غير خوراکي او ژمني توکو مرسته وشوه.

د مرستو د وېش پر مهال د پکـتيا مرستيال والي عبدالولي سهي پژواک ته وويل چې په يادو کورنيو کې ۱۵۳ کورنۍ له ګاونډي هېواده پاکـستان  راستنې شوي او پاتې هغه يې داخلي بې ځايه شوي کـډوال دي.

هغه زياته کړه :((هرې کورنۍ ته د ۷۶۷۰ افغانيو په ارزښت توکي ورکړل شول، چې درې کمپلې، يو ترپال او نور مختلف ژمني د پوښاک توکي په کې شامل دي.))

د يو بل خبر له مخې، د کاپیسا د کډ والو چارو ریاست په تګاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو دعملياتو له امله پر بې ځايه شوو کورنيو مرستې وېشلې دي.

ددې ولايت د کډوالو چارو رییس محمد قسیم ملکزاده پژواک ته وويل چې اوسمهال يې له نږدې دوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه او دې لړۍ ته به ادامه ورکړي.

د اغاشیرین په نوم یو بې ځایه شوى تن وايي چې نن ورسره د غوړیو، وریجو، لوبیا، بورې او  د درې کمپلو مرسته وشوه، خو زياتوي چې دا مرستې ورته بسنه نه کوي.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.