ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  بدخشان  کې  پنځه کاماز  موټر  تر واورو لاندې شوي

په بدخشان کې پنځه کاماز موټر تر واورو لاندې شوي

author avatar
30 Jan 2017 - 18:20
په  بدخشان  کې  پنځه کاماز  موټر  تر واورو لاندې شوي
author avatar
30 Jan 2017 - 18:20

فيض اباد (پژواک،١١سلواغه ٩٥): د بدخشان مسوولين وايي چې په اشکاشم ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله له خوراکو او نورو توکو بار پنځه کاماز موټر تر واورو لاندې شوي دي.

د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر سيد عبدالله همايون دهقان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي موټر تېره ورځ ماښام د بدخشان له مرکز فيض اباد څخه د اشکاشم په لوري روان وو، چې د دې ولسوالۍ په جوش دره سيمه کې پرې ناڅاپه واوره را ښويېدلې ده.

اشکاشم ولسوالي له فيض اباد څخه ١٥٠ کيلومتره واټن لري.

ده زياته کړه، په دې موټرو کې چې د خلکو خوراکي او نور ډول ډول توکي بار وو، يو کاماز سل متره لاندې لوېدلى چې ټول مال او موټر له منځه تللي او پاتې څلور نور تر واورو لاندې بند پاتې دي.

د هغه په وينا، د دې موټرو د ژغورنې لپاره يې يوه کمېټه ټاکلې، ترڅو سيمې ته له سکواټور سره لاړ شي او ياد شوي موټر وژغوري.

دى وايي، دا پېښه ځاني تلفات نه لري، ځکه د موټرو ٢١ نفره چلوونکي، کلينران او مالکان د سيمې د خلکو او "فوکس" موسسې په مرستې راوېستل شوي دي.

د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر دغه راز وويل چې نن ماسپښين په شاوخوا دوه بجو په تشکان ولسوالۍ کې له غره څخه د تيږو ښويېدو له امله هم دوه تنه ټپيان شوي، چې اوسمهال په کندوز کې تر درملنې لاندې دي.

دهقان دغه راز زياته کړه، د اشکاشم په شوال دره سيمه کې د يخ او وښو د نه شتون له امله، د خلکو پنځوس څاروي له منځه تللي دي.

د ده په خبره، که دې سيمې ته اړينې مرستې ونه رسول شي، د دې شونتيا شته  چې نور څاروي هم مړه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.