ايبک(پژواک، ١٢ سلواغه ٩٥): د سمنګانو ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ يو ٨٢ کلن سپين ږيرى چې په (بابه سنګ خور) شهرت لري، اهک ډبرې خوري او وايي:(( ډبرې په دې دنيا کې زما روزي ده.))
ځينې روغتيايي متخصصين دا کار نا ممکن بولي، ځينې يې باور لري چې شايد ددې کس معدې د اهک ډبرو له خوراک سره عادت کړى وي.
صوفي عبدالرازق( بابه سنګ خور) د بدخشان ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ د اسيا باد کلي اوسېدونکى دى.
هغه ادعا کوي چې له ٢٠ کلونو راهيسې هره ورځ يوه اندازه اهک ډبرې خوري او تر دې وړاندې يې د دوو کلونو لپاره د ډبرو سکاره خوړل.
عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل چې ٢٢ کاله وړاندې يې مېرمن مړه شوه، دوه نجونې او دوه کوچني زامن ورته يتيمان پاتې شول، ددې لپاره چې د ژوند ستونزې يې نه شواى زغملى، نو د لرګيو د سکارو خوړلو ته يې مخه کړه.
نوموړي زياته کړه چې وروسته يې خپل دا خواړه پرېښودل او د اهک ډبرو خوړل يې پيل کړل چې خوراک يې ورته ځينې روغتيايي ستونزې لکه د معدې درد او نورې ستونزې هم پيدا کړې.
دا بوډا چې غاښ يې لاهم ثابت ښکاري او په مرسته يې د اهک ډبرې چې نسبتا نرمې دي، ژولى شي او وايي چې د اهک ډبرو خوړلو ورته کومه روغتيايي ستونزه نه ده پيدا کړې.
هغه زياته کړه:((که چېرته هره ورځ ډبرې ونه خورم، خسته او ستړى وم او حتى ناروغ کېږم.))
دغه بوډا د اهک ډبرو له خوړو وړاندې عجيبه حرکتونه تر سره کوي او د بدن غړي يې په لړزه راځي.
صوفي عبدالرازق وويل:((خداى پاک همدا ډبرې زما لپاره روزي ګرځولې... ډبرې په دې نړۍ کې زما روزي ده.))
هغه زياته کړه چې له بېلابېلو خوړو استفاده کوي، خو د لمر مخي (ګل افتاب پرست ) زړي زيات خوري.
عبدالرازق چې يوه سترګه يې له دوو کلونو راهيسې نابينا ده، خو د سترګو ډاکټر ته مراجعه نه کوي او وايي:((هره ستونزه او ناروغي د خداى پاک له لوري ده، له همدې امله ډاکټر ته نه ورځم.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن