ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک له راپور وروسته يوې بې وزلې کورنۍ سره د هرې مياشتې مرستې ژمنه وشوه

د پژواک له راپور وروسته يوې بې وزلې کورنۍ سره د هرې مياشتې مرستې ژمنه وشوه

author avatar
1 Feb 2017 - 15:40
د پژواک له راپور وروسته يوې بې وزلې کورنۍ سره د هرې مياشتې مرستې ژمنه وشوه
author avatar
1 Feb 2017 - 15:40

خوست ښار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥): په خوست کې يوه خيريه مدني بنسټ د پژواک اژانس د خپور شوي راپور پربنسټ له يوې بې وزلې او غريبې کورنۍ سره هره مياشت د ځينو خوراکي او غيرخوراکي توکو د مرستې ژمنه وکړه.

د (لويدلي راپورته کړئ) په نوم ددې خيريه مدني بنسټ يو مسوول افغان يار له يادې کورنۍ سره د مرستې پرمهال وويل چې دا کورنۍ يې د پژواک اژانس له لوري د يوه خپاره شوي راپور پربنسټ وموندله.

نوموړي د سلواغې په ١٣مه، وويل، څه موده مخکې يې د پژواک اژانس پر وېبپاڼه او فېسبوک پاڼه هغه راپور لوستلی و چې ددې بې وزله کورنۍ د اقتصادي ستونزو او دغه راز د بې کسۍ کيسه په کې خپره شوې وه.

افغان يار وويل: ((موږ هڅه کوو چې دې کورنۍ ته د خوراکي او غيرخوراکي توکو خپلې مياشتنۍ مرستې دوامداره وساتو. موږ له پژواک اژانس څخه مننه کوو چې ددې بې وزلې کورنۍ غږ  يې پورته کړ.))

هغه پژواک اژانس ته وويل، په لومړنۍ مرسته کې چې نن يې ورسره وکړه، يوه بورۍ اوړه، يو پنځه کيلويي ټيم غوړي، يوه اندازه بوره، چای او ځينې نورې لومړني توکي په کې شامل وو.

ياده کورنۍ چې سرپرستي يې يوه کونډه مور پرغاړه لري، له خپلو اتو اولادونو سره خوست ښار ته نږدې په ازادۍ مېنه کې د يوې چارديوالۍ دننه په خيمه کې  چې د رخت له ټوټو يې ګنډلې ده، اوسېږي.

دغې مېرمنې شيرين ګلې له پژواک اژانس سره په خبرو کې ويلي و  چې د بې کسۍ او اقتصادي ستونزو له امله نه د خيمې تودولو لپاره لرګي اخيستي او نه د لومړنيو خوراکي موادو د اخيستلو وس لري.

هغې له پژواک اژنس او ياد خيريه بنسټ څخه په مننې سره له ټولو بډايه خلکو وغوښتل  چې د بې وزلو غږ واوري او د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.

د خوست يو مدني فعال محمدزمان نظري د ټولنيزو ستونزو په هواري په ځانګړي ډول له بې وزلو کورنيو سره د مرستو په کولو کې د رسنيو رول مهم وباله او د رسالت په ترسره کولو يې ټينګار وکړ.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((ډېرې داسې غريبې او بې وزله کورنۍ په ټولنه کې شته چې سوال کول نه غواړي، خو کله يې چې رسنيو غږ پورته کړی دی، تر ډېره بريده يې ستونزې هوارې شوې دي.))

ښايي په خوست ولايت کې د شرين ګلې په څېر د هغو مېرمنو او کورنيو شمېر سلګونه وي، چې د خپلو کورنيو سرپرستي پر غاړه لري او د مرستو لپاره دولت او بډايه خلکو ته سترګې په لار دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.