کندهار (پژواک ١٣ سلواغه ٩٥): ځانګړو افغان ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې عملیات کړي او د وسله والو د یوه پټنځای او د هغوی د وسلو او وسایطو په له منځه وړلو سره یې د هغوی د احتمالي برید مخنیوی کړی دی.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه عملیات ځانګړو افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملتیا د میوند ولسوالۍ د بند تېمور د پایکپ په سیمه کې کړي دي.
هغه زیاته کړه، دغلته وسله وال د یوه خونړي برید په تیاري بوخت وو چې وار پرې لومړی شو او د هغوی پلان شنډ کړای شو.
دی وايي، په عملیاتو کې ۵ وسله وال وژل شوي چې له دوی سره یو ځای ۵ کلاشينکوفونه، ۳ ایکم کشفي مخابرې، ۲ چریي توپک، ۲ موټرسایکل او یو موټر چې ۱۰ پارسله چاودېدونکي توکي او ۲۰ د ملي اردو دریشۍ هم په کې وې، له منځه وړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، دغه راز په دغو عملیاتو کې ۱۱ تنه وسله وال له ۳ کلاشينکوفونو، يو راکټ انداز، ۸ شاژورونو سره یو ځای ژوندي نیول شوي او پلټنې ورڅخه پیل شوې دي.
ده وویل چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
دراني دغه راز یادونه وکړه چې د همدې ولسوالۍ د بیبانک په سیمه کې بیا وسله والو د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د هغوی د مقاومت په پایله کې بېرته پر شا شوي دي.
دی وايي، وروسته پولیسو تصفیوي عملیات کړي او ۵ ماینونه چې وسله والو تازه د لارې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي وو، کشف او له منځه وړي دي.
ده دا هم وویل چې په دې برید کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن