خوست ښار(پژواک،١٤سلواغه٩٥): د خوست د قلندر ولسوال دنده ځنډول شوې او د هغو څرګندونو د سپيناوي په اړه د يو کمېسيون له لوري تر څېړنو لاندې دی چې څو ورځې وړاندې يې له ځينو رسنيو سره کړې وې.
د قلندر ولسوال وريښمين ګل بشري پر دې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د ولکې په اړه څو ورځې وړاندې له ځينو رسنيو سره په خبرو کې طالبان سپېڅلي خلک بللي وو.
يوې دولتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د ولسوال بشري دنده نن ځنډول شوې او وروسته تر تحقيقاتو به يې د برخليک په اړه پرېکړه وشي.
سرچينې زياته کړه چې د تحقيقاتو په ياد کمېسيون کې امنيه قومانداني، د ملي امنيت رياست، څارنوالي، ولايت مقام، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د ځينو نورو ادارو يو شمېر مسوولين ګډون لري.
په ورته وخت کې ولسوال وريښمين ګل بشري وايي چې تېره اوونۍ يې د قلندر ولسوالۍ پر وضعيت له يوې تلوېزيونې شبکې سره مرکه کړې، خو زياتوي چې خبرې يې تحريف شوې دي.
قلندر ولسوالي د خوست شمال لوېديخ ته پرته ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې حکومت پرې ولکه نه لري او د ولسوالۍ دفتري چارې يې د خوست په مرکز کې ترسره کېږي.
که څه هم لامل يې هلته د وسله والو طالبانو شتون په ګوته کېږي، خو ولايتي چارواکي بيا دا خبره ردوي او وايي چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله يې دفتري کارونه په مرکز کې ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن