ترينکوټ(پژواک،١٥سلواغه٩٥): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې شپږ طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان دويم څارن زین الله د سلواغې١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه ناوخته د ترينکوټ ښار د سولې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
د هغه په وينا دې جګړې څو ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان وژل شوي او ١٢ طالبان او درې پوليس ټپيان شوي دي.
خو په اروزګان کې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې نښته کې دوه پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
هغه وويل چې ټپي پوليس د درملنې په موخه روغتون ته ليږدول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې جګړې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
اروزګان د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلى څخه دى چې ډيرى سيمې يې دا مهال د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن