د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

باميانو کې د ورښتونو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

باميانو کې د ورښتونو له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Feb 03, 2017 - 15:40

باميان(پژواک،١٥سلواغه٩٥): د باميان ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د پرله پسې ورښتونو او توپانونو له امله دوه تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي د سلواغې١٥مه پژاک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تيره ماښام د يکاولنګ ولسوالۍ په زارين سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه: (( دغه کسان د يکاولنګ ولسوالۍ د زارين سيمې اوسيدونکي دي چې له يو کلي څخه بل ته په پښو روان وو.))

هغه وويل چې د همدې پرله پسې ورښتونو له امله يو کس لاردکه شوى هم دى چې د پيدا کونې لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

دغه راز هغه وويل ،٢٣ عرادې وړې موټرې چې په واورو او توپانونو کې بند پاتې نجات ورکړل شوى دى.

هغه وويل چې په دې موټرې کې له اووه څخه نيولي تر لسو کسانو پورې سپرلې هم وه.

هغه زياته کړه چې دغه موټرې له ورس ولسوالۍ څخه د باميان ښار ته روان وو چې په لاره کې په واورو او توپانونو کې بند پاتې ول.

د باميانو د والي وياند زياته کړه چې دا مهال ٤٠ نورې موټرې د دايکندي او باميان ولايتونو ترمنځ د قوناق کوتل په سيمه کې بند پاتې دي.

خو هغه وويل چې د يادو موټر د خلاصون لپاره هم هلې ځلې پيل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement