ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د واورو ورېدو له امله ٧ کسان مړه او ٦٠ کورونه ويجاړ شوي

سرپل کې د واورو ورېدو له امله ٧ کسان مړه او ٦٠ کورونه ويجاړ شوي

author avatar
4 Feb 2017 - 18:57
سرپل کې د واورو ورېدو له امله ٧ کسان مړه او ٦٠ کورونه ويجاړ شوي
author avatar
4 Feb 2017 - 18:57

سرپل (پژواک،١٦سلواغه ٩٥): د سرپل له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي، د تېرو دوو ورځو پرله پسې د واورو ورښت له امله د ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه، سلګونه څاروي تلف شوي دي، څه باندې ٦٠ کورونه ويجاړ او د څو ولسواليو نښلوونکې لارې بندې شوې دي.

د دې ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر انجنير عزيزالرحمن ايماق نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې د تېرې شپې له درې بجو راهيسې تر نن پورې سرپل ولايت کې له ځنډ پرته درنه واوره ورېږي، ځاني او مالي تلفات هم لري.

د نوموړي په وينا، ځينو سيموکې د واورې کچه له ٣٠ تر٨٠ سانتې پورې رسېږي.

هغه زياته کړه چې د وارو ورېدو او سړې هوا له امله درې ښځې، درې نارينه او يو ماشوم د دې ولايت په صياد، سوزمه کلا او بلخاب ولسواليو کې مړه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د واورو ورښت له امله ٦٠ کورونه ويجاړ، سلګونه څاروي له منځه تللي او د واورو ښويېدو له امله د بلخاب سيند اوبه د يادې ولسوالۍ مرکز سبزک سيمه کې بندې شوې دي.

په ورته وخت کې نوموړي وويل، هغوى دوه زرو کسانو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو رسولو توان لري او د اړتيا پرمهال به هڅه وکړي د هوا او ځمکې له لارې زيانمن شوو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د سرپل د بلخاب ولسوالۍ په قوم کوتل کې ٤ فلاينکوچ موټر بند شوي چې څو يې د بلخاب ولسوالۍ د اوسېدونکو او پوليسو له لوري ژغورل شوي دي.

د سرپل ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني د وروستيو واورو ورښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، دمګړۍ د دې ولايت د ولسواليو د مرکزونو لارې تړل شوې دي.

هغه زياته کړه، په ځينو سيموکې د خلکو سلګونو څارويو تلف کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د سرپل ولايتي شورا غړي محمد علي حکيمي وويل چې د تېرې شپې واورو ښويېدو له امله د بلخاب سيند بند شوى او ښايي بلخاب او د يادې ولسوالۍ لرې پرتو غرنيزو سيمو کې ٤٠ کورونه ويجاړ شوي دي.

همداراز د هغه په وينا،د بلخاب ولسوالۍ دره مزار او د بلخ ولايت زاري ځينو سيمو کې دولس مساپر وړونکي موټر بند شوي دي چې تراوسه يې په اړه معلومات نشته.

په ورته وخت کې د سرپل د فوايد عامې مشر انجنير زلمي رحيمي ګواښ وکړ چې د بلخاب، سانچارک، سوزمه کلا، کوهستاناتو ولسواليو او د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي چې نښلوونکې لارې يې له ګواښ سره مخامخ دي، د يادو لارو تر پرانيستو پورې له ولسواليو څخه د ولايت مرکز ته سفر ونه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.