ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ولايت کې دوه جسدونه موندل شوي

په خوست ولايت کې دوه جسدونه موندل شوي

author avatar
4 Feb 2017 - 12:25
په خوست ولايت کې دوه جسدونه موندل شوي
author avatar
4 Feb 2017 - 12:25

خوست ښار  (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٥): په خوست ولايت کې پر مرميو د وژل شوو دوو تنو جسدونه موندل شوي دي.

د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د سلواغې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، پر مرميو وژل شوي دا جسدونه نن سهار د اسماعېلخېلو مندوزيو ولسواليو اړونده د مشکوڼه پله ترڅنګه موندل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دا کسان په بل ځاى کې وژل شوي او جسدونه يې ياده سيمه کې غورځول شوي وو.

د نوموړي په وينا، وژل شوي کسان چې عمرونه يې د ٣٠ او ٤٠ کلونو په شاوخوا کې دي، ددې ولايت مرکزي روغتون ته د پلـټنو لپاره لېږدول شوي دي.

د خوست د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر ګل محمد منګل ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته ياد جسدونه راوړل شوي دي ‌.

د سيمې يو تن اوسېدونکي عبدالواسع پژواک ته وويل چې دا کسان په بله سيمه کې وژل شوي او  جسدونه يې دلته راوړل شوي دي.

هغه زياتوي چې د سيمې خلکو دوى نه دي پېژندلي او بيا يې پوليسو ته خبر و رکړى و. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.