ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوې ښځې له دوو ماشومانو سره ځان له درېيم منزل څخه غورځولى

يوې ښځې له دوو ماشومانو سره ځان له درېيم منزل څخه غورځولى

author avatar
5 Feb 2017 - 11:37
يوې ښځې له دوو ماشومانو سره ځان له درېيم منزل څخه غورځولى
author avatar
5 Feb 2017 - 11:37

مزار شريف (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٥:  د بلخ ولايت د مزار شريف يوې اوسېدونکې مېرمنې له دوو ماشومانو سره ځان له درېيم منزل څخه غورځولى دى.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د سلواغې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د مزار شريف ښار د بلخ ښارګوټي اړونده د مولانا لېسې ترڅنګ رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادې سيمې يوې اوسېدونکې ٣٥ کلنې مېرمنې ځان له دوو ماشومانو سره د اپارتمان له درېيم منزل څخه غورځولى، خو مړه شوي نه دي.

د دراني په وينا، دغه مېرمن او ماشومان يې روغتون ته لېږدول شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

د مزار شريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې ياد کسان نن سهار روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه د يادې مېرمنې له قوله وويل چې خاوند يې په امريکا کې ژوند کوي، خو تېره شپه يې د ټيلېفوني اړيکو پر مهال ورته ويلي چې بل واده کوي‌. 

د ډاکټر فيض په وينا، يادې مېرمنې د خاوند لخوا د بل واده له پرېکړې وروسته له خپلو ماشومانو سره ځانونه له درېيم منزل څخه لاندې غورځولي دي.

دى وايي چې دوى د يوه موټر  د  پاسه غورځېدلي  او اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په بلخ ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.