ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين: طالبان مو خبرو ته هڅولي

چين: طالبان مو خبرو ته هڅولي

author avatar
5 Feb 2017 - 19:42
چين: طالبان مو خبرو ته هڅولي
author avatar
5 Feb 2017 - 19:42

کابل (پژواک ١٧ سلواغه ٩٥): چين وايي، طالبان يې خبرو ته هڅولي او پر پاکستان یې د څلور اړخیزو مذاکراتو د بیا پیلولو ټینګار کړی دی.

دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي دینګ شیجون، له ولسمشر محمد اشرف غني سره، نن په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.

په څلور اړخيزه غونډه کې افغانستان، پاکستان، چين او امريکا شامل دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین تر منځ د اړیکو، همکاریو او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تور لېست څخه د انجنیر ګلبدین حکمتیار د نوم د حذفولو هرکلی وکړ او وې ویل، هېواد یې په دې برخه کې همکاري کړې ده.

دینګ شیجون وویل، له طالبانو سره د تماسونو پرمهال یې تل د افغانستان د دولت او د جمهور رئیس غني په مشروعیت ټینګار کړی او یادونه یې وکړه، چې د راتلونکي لپاره یواځینۍ لاره خبرې او مذاکرات دي.

هغه زیاته کړه، هېواد یې په هغو ناستو کې چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي، ګډون کوي او د مسکو په ناسته کې د چین حضور په همدې موخه و او په دې ناسته کې د افغانستان د دولت او خلکو په اندېښنه هم ټینګار وشو او څرګنده شوه، چې په راتلونکو ناستو کې به د افغانستان دولت استازی هم حضور ولري.

د تېر مرغومي مياشتې په ٧مه نېټه د روسيې په کوربه توب د چين او پاکستان په ګډون په مسکو کې د افغانستان د سولې، امنيت او د شخړې د هواري په اړه درې اړخيزه غونډه شوې وه، خو د افغانستان حکومت ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. د دې غونډو په اعلاميه کې راغلي و، چې درې واړه هېوادونه به د ملګرو ملتونو د بنديزونو له لېست څخه د افغان طالبانو د ايستلو لپاره هلې ځلې کوي.

خو ولسمشر غني په نننۍ ناسته کې ويلي، د افغانستان دولت د سولې لپاره د سیمه ییزه پروسو ملاتړ کوي، اما دا اقدامات باید د افغانستان دولت، بین المللي ټولنې او د اسلامي نړۍ له هغو فعالیتونو سره چې د سولې لپاره یې ترسره کوي، همغږي وي؛ له دې مه واره دا ډول پروسې سوله او ثبات نه شي راوړلی او د سیمې لپاره  به هم خطرونه ولري.

نوموړي درې اړخیزه ناستې ته په اشارې وویل، د دې ناستې موخه او اجنډا باید مشخصه وي او که د افغانستان په اړه وي، باید د افغانستان حکومت د استازي په حضور کې جوړه شي.

د ده په وينا، دوى د پراخه سیمه ییزه اړیکو په کوښښ کې دي او د ترانزیت په برخه کې د چین ولسي جمهوریت د رول او همکارۍ مننه کوي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت تل کوښښ کړی چې د خبرو له لارې د خشونت مخنیوی وکړي او په دې برخه کې يې له حزب اسلامي سره په خبرو کې ښه پرمختګونه لرل او دا ثابته شوه، چې د افغانستان حکومت د خبرو اترو ظرفیت لري او هیله ده طالبانو هم دا پیغام درک کړی وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.