جلال اباد (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې د بهسودو ولسوالۍ د بېنيګاه په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د ملي اردو پر يو رېنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې له امله يې درې سرتېري ټپيان شوي دي.
خوږياڼى وايي چې ټپي سرتېري د درملنې په موخه د ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته لېږل شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي باعث پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره قوي وه او د ملي اردو موټر يې ويجاړ کړي دي.
دى وايي چې د چاودنې ټپيان په نورو موټرو کې روغتون ته ولېږدول شول، خو شمېره يې نه وه معلومه.
ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن