ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورې د کندهار د ۱۵ کليو لارې بندې او  دوه ماشومان يې مړه کړي

واورې د کندهار د ۱۵ کليو لارې بندې او دوه ماشومان يې مړه کړي

author avatar
6 Feb 2017 - 16:36
واورې د کندهار د ۱۵ کليو لارې بندې او  دوه ماشومان يې مړه کړي
author avatar
6 Feb 2017 - 16:36

کندهار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): له کندهار ښار څخه اويا کيلومتره لرې په میانشین ولسوالۍ کې د ډېرې واورې اورېدو له امله د ۱۵ کلیو لارې تړل شوي او ۵ کورونه نړېدلي چې د یوه کور د نړېدو له امله  دوه  ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د واورې اورېدو په لړ کې په کندهار کې هم واوره شوې خو ډېره واوره د دې ولایت په میانشین ولسوالۍ کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې د واورې د اورېدو له امله د ۱۵ کليو لارې تړل شوي او ۵ کورونه نړېدلي چې د یوه کور د نړېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.

دی وايي، په دې اړه په ولایت مقام کې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اضطراري کمېټې غونډه کړې او دوی ته سپارښتنه شوې چې له زیانمنو شوو کورنیو سره مرستې وکړي.

په کندهار کې له طبيعي پیښو سره د چمتووالي ادارې رییس مسعود احمد پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، چې مرستندویه ادارې د بېړنیو پیښو پر مهال له سلګونو کورنیو سره د مرستې امکانات لري او ډېر ژر به د میانشین ولسوالۍ زیانمنو شوو کورنیو ته مرستې ورسېږي.

ده وویل، څو ورځې وړاندې هم په کندهار ښار کې له ګڼو هغو کورنیو سره مرستې شوې چې د بارانونو له امله ورته زیان رسېدلی و.

بل خوا د میانشین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې واورې یې ژوند سخت کړی او د دوی د تګ راتګ لارې یې تړلې دي.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد حنیف پژواک اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونه دې د لارې د خلاصېدو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي او دغه راز د هغو کورنیو لاسنیوی دې وکړي چې د واورې له امله ورته زیان رسېدلی دی.

دی هم وايي چې واورې په بېلابېلو سیمو کې کورونه نړولي او د سیدوسان په کلي کې یې دوه ماشومان مړه کړي دي.

د کندهار د والي ویاند وايي چې همدا اوس په میانشین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه په کار بوخت دي چې د واورې له امله تړل شوې لارې خلاصې کړي.

ده دغه راز وویل چې له زیانمنو شوو کورنیو سره به د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې تر نن مازدیګره دغې ولسوالۍ ته ورسېږي.

د یادونې ده چې په کندهار کې ۲۴ کلونه وروسته واوره وشوه چې کندهار ښار ته په نژدې ولسوالیو کې لږ خو په شمالي ولسوالیو کې يې کچه تر نیم متر پورې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.