ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نورستان کې لا هم سلګونه کسان تر واورو لاندې دي

په نورستان کې لا هم سلګونه کسان تر واورو لاندې دي

author avatar
6 Feb 2017 - 10:01
په نورستان کې لا هم سلګونه کسان تر واورو لاندې دي
author avatar
6 Feb 2017 - 10:01

جلال اباد (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): د نورستان والي وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو واورو له امله تر اوسه ٦٠ کسان مړه شوي او سلګونه نور نادرکه دي.

والي حافظ عبدالقيوم نورستاني د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د برګمټال ولسوالۍ د افسۍ په کلي کې د واورې ښويېدنې له امله تر اوسه د ٥٣ کسانو مړي را ايستل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ٢٢ تنه نور ژوبل شوي او اوس هم لټون دوام لري.

والي وويل چې په دغه کلي کې ټول ٥٠٠ کسانو ژوند کاوو، خو تر اوسه يې ٥٣ جسدونه موندل شوي، ٢٢ ټپيان او پاتې نور يې نادرکه دي، دغه راز هغه اندېښنه وښوده چې ښايي د مړو شمېر نور هم ډېر شي.

حافظ عبدالقيوم دغه راز وايي چې په منډول ولسوالۍ کې هم د يوې کورنۍ څلور کسان مړه شوي او يو ټپي شوى.

د نوموړي په وينا، دغه  راز څو ورځې مخکې په همدې سيمه کې د ورښتونو لامله د يوه موټر چپه کېدو له امله څلور تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي وو.

د نورستان والي وايي چې د برګمټال ولسوالۍ  ياد کلي ته ټولې لارې بندې دي، مرسته کوونکې ډلې په ډېرو ستونزو سره د ځان رسولو هڅه کوي.

ده زياته کړه، چې نن ښايي د هوا له لارې مرسته کوونکي ټيمونه او لومړۍ مرستې ساحې ته ورسېږي.

د نورستان د ولايتي شورا وکيل خليل الله غيور پژواک ته وويل چې د برګمټال له  شاوخوا ١٥ نورو کورونو سره هم اړيکې پرې شوې دي.

د هغه په وينا، اندېښنه ده چې په يادو کليو کې هم ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.