ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان  ۷۰ سلنه پولیس بایومیتریک شوي دي

د اروزګان ۷۰ سلنه پولیس بایومیتریک شوي دي

author avatar
7 Feb 2017 - 16:40
د اروزګان  ۷۰ سلنه پولیس بایومیتریک شوي دي
author avatar
7 Feb 2017 - 16:40

ترينګوټ(پژواک،١٩سلواغه٩٥): د اروزګان امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستو په موخه تر دې مهاله ۷۰ سلنه پولیس بایومیتریک شوي دي.

یاد چارواکي زیاتوي، دغه بنسټیز اصلاحات د دې لپاره ترسره کوي چې د فساد مخه ونیول شي او په امنیتي برخه کې پرمختګ وشي.

د اروزګان سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي د سلواغې په ١٩مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې تر دې مهاله یې ۷۰ سلنه پولیس بایومیتریک پروسې ته داخل کړي او په خبره یې هڅه کوي دا لړۍ تر  ولسوالیو پورې هم ورسوي.

د صدیقي په خبره، له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم تر ډېره کار شوی او د وخت په تېرېدو سره به د فساد جرړې هم له منځه یوړل شي.

صدیقي وایي چې د بایومیتریک دغه پروسه به په راتلوونکي کې تر  ولسوالیو پورې هم ورسیږي او شته ټول پولیس به بایومیتریک شي.

سرپرست امنیه قوماندان زیاتوي، بله لویه لاسته راوړنه یې دا ده چې له پولیسو سره د خلکو همکاري ډېره شوې او دا مهال د جګړو په کرښو کې ولسونه د پولیسو د ملاتړ برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

نوموړى وایي، هغه سیمې چې تازه له طالبانو څخه پاکې شوې دي عام اوسېدونکي یې ساتي او له  پولیسو سره په سنګرونو کې ناست دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې چارواکو ویلي وو چې د ترینکوټ له ښاره یې وسله وال په شا کړي، خو اوس هم د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته غځېدلې لارې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو را هيسې تړلې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.