ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انټرنټي خدمتونو بيه ٢٠ سلنه راټيټه شوه

د انټرنټي خدمتونو بيه ٢٠ سلنه راټيټه شوه

author avatar
7 Feb 2017 - 18:34
د انټرنټي خدمتونو بيه ٢٠ سلنه راټيټه شوه
author avatar
7 Feb 2017 - 18:34

کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د انټرنټي خدمتونو په بيو کې د ٢٠ سلنه کمښت اعلان کړى، خو وايي چې که د انټرنټي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو په بيو کې کموالى رانه شي نو ورکړل شوى تخفيف به بيرته ترې واخيستل شي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنيکي معين سيد احمدشاه سادات، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، چې پخوا به قزاقستان هېواد يو MB انټرنټ د انټرنټي خدمتونو پر وړاندې کوونکو شرکتونو په ٣٣٦ ډالره، پاکستان په ١٢٠ ډالره او ايران ١٨٠ ډالره پلوره.

خو د هغه په وينا، اوسمهال دغه اندازه د شرکتونو لخوا له قزاقستان څخه په ٢٦٨ ډالره، له پاکستان ٩٦ ډالره او له ايران څخه په ١٤٤ ډالره پېرل کېږي، چې دا اندازه کم تر کمه شل سلنه کموالى په ګوته کوي.

 سادات د دې خبرې په څرګندولو سره چې دغه تخفيف له سبا وروسته د عملي کېدو وړ دى، وويل چې د انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکو له ټولو شرکتونو څخه به د انټرنټ بيو په برخه کې څارنه وکړي، خو که چېرې د دوى په بيو د پام وړ بدلونونه رامنځته نه شي نو ورکړل شوى تخفيف به بيرته ترې واخلي.

 نوموړي دغه راز زياته کړه، وزارت هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې د ټکنالوجۍ د څلورم نسل (4G) خدمتونو ته هم لاره هوار کړي.

د ياد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال شا وخوا څلور ميليون هېوادوال له انټرنټ ګټه اخلي او هڅه روانه ده، چې دغه شمېر په راتلونکو څلورو کلونو کې ١٥ ميليون کسانو ته ورسيږي.

نوموړي وويل چى دوى د غيرقانوني او نا ثبت شوو سيمکارتونو د وېش د مخنيوي لپاره هم هلې ځلې کړې، چې په دغه برخه کې يو نوى ميکانيزم په پام کې نيول شوى دى.

 نوموړي دغه راز د مخابراتي خدمتونو د مالياتو راټولولو په اړه وويل، د يادې لړۍ له پيل (د تېر کال د تلې مياشت) راهيسې؛ ٥،٦ ميليارده افغانۍ ترلاسه شوې او د يادې لړۍ د لا ډېرې روڼتيا په موخه د نوي سيسټم پر رامنځته کولو کار روان دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.