کابل(پژواک،١٩سلواغه٩٥): ولسمشر غني وايي چې په هېواد کې د وروستيو ورښتونو له امله ١٦٠ تنه مړه شوي، خو په راتلونکي کې د سيلابونو د مخنيوي په موخه يې اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه ناوخته په يو ويډيو پيغام کې کړې دي.
هغه وويل، په دې وروستيو څو ورځو کې پرله پسې ورښتونه شوي چې د اوبو زېرمو د پياوړتيا او کرنې لپاره خورا مهم دي.
هغه زياته کړه: (( موږ بايد د خداى ج له دې طبيعي نعمت څخه شکر ګذاره ووسو او دا بايد په نيک فال ونيسو.))
خو ولسمشر وايي چې وروستيو ورښتونو يو شمېر هېوادوالو ته مالي او ځاني زيانونه هم اړولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د مرغومي له لومړې نېټې څخه د سلواغې تر ١٧مه په ټول هېواد کې د ورښتونو له امله ١٦٠ تنه مړه شوي او سلګونه کورونه ويجاړ شوي چې د دې تلفاتو ډيره برخه په نورستان، بدخشان، پروان او غزني ولايتونو کې ده.
غني وايي چې حکومتي ارګانونو هڅې کړي ترڅو په خپل وخت سره د پېښو له قربانيانو سره مرستې وکړي او د هغوى ژوند وژغوري.
ولسمشر د بېلګې په توګه وويل چې حکومتي کسانو يواځې په غزني کې له زرو د ډيرو کسانو ژوند ژغورلى او د ډيرو ولايتونو او ولسواليو مواصلاتي لارې يې هم د خلکو پرمخ پرانېستې دي.
دغه راز غني وويل : (( طبیعي پېښې په هر هېواد کې صدمه رسولای شي خو زموږ په هېواد کې دا صدمه ځکه ممکن ډېره شي چې زموږ امکانات محدود دي. تحمیل شوې جګړې طبعاً زموږ امکانات محدود کړي دي او نیازمندو کسانو ته، لکه څومره چې لازمه ده، هاغسې مرستې په مشکل رسېږي.))
ده له خيريه ټولنو او شتمنو کسانو غوښتنه وکړه چې تر خپلې وسې د وروستيو پېښو له قربانيانو سره مرستې وکړي.
غني زياته کړه: (( خلکو ته په کار ده چې د طبیعي حوادثو د احتمالي وقوع په برخه کې د مسوولینو خبرداري واوري او په داسې مواردو کې باید د خلکو او مربوطو ادارو تر منځ همکاري او تفاهم لا زیات شي.))
ده وويل چې د پسرلي په موسم کې د سيلابونو د راتګ امکان هم شته ، خلک او اړوندې ادارې بايد دې ټکې ته پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن