د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: وروستيو ورښتونو ١٦٠ تنه مړه کړي

غني: وروستيو ورښتونو ١٦٠ تنه مړه کړي

Feb 07, 2017 - 11:48

کابل(پژواک،١٩سلواغه٩٥): ولسمشر غني وايي چې په هېواد کې د وروستيو ورښتونو له امله ١٦٠ تنه مړه شوي، خو په راتلونکي کې د سيلابونو د مخنيوي په موخه يې اړوندو ارګانونو ته لازمې  لارښوونې کړې دي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه ناوخته په يو ويډيو پيغام کې کړې دي.

هغه وويل، په دې وروستيو څو ورځو کې پرله پسې ورښتونه شوي چې د اوبو زېرمو د پياوړتيا او کرنې لپاره خورا مهم دي.

هغه زياته کړه: (( موږ بايد د خداى ج له دې طبيعي نعمت څخه شکر ګذاره ووسو او دا بايد په نيک فال ونيسو.))

خو ولسمشر وايي چې وروستيو ورښتونو يو شمېر هېوادوالو ته مالي او ځاني زيانونه هم اړولي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د مرغومي له لومړې نېټې څخه د سلواغې تر ١٧مه په ټول هېواد کې د ورښتونو له امله ١٦٠ تنه مړه شوي او سلګونه کورونه ويجاړ شوي چې د دې تلفاتو ډيره برخه په نورستان، بدخشان، پروان او غزني ولايتونو کې ده.

غني وايي چې حکومتي ارګانونو هڅې کړي ترڅو په خپل وخت سره د پېښو له قربانيانو سره مرستې وکړي او د هغوى ژوند وژغوري.

ولسمشر د بېلګې په توګه وويل چې حکومتي کسانو يواځې په غزني کې له زرو د ډيرو کسانو ژوند ژغورلى او د ډيرو ولايتونو او ولسواليو مواصلاتي لارې يې هم د خلکو پرمخ پرانېستې دي.

دغه راز غني وويل : ((  طبیعي پېښې په هر هېواد کې صدمه رسولای شي خو زموږ په هېواد کې دا صدمه ځکه ممکن ډېره شي چې زموږ امکانات محدود دي. تحمیل شوې جګړې طبعاً زموږ امکانات محدود کړي دي او نیازمندو کسانو ته، لکه څومره چې لازمه ده، هاغسې مرستې په مشکل رسېږي.))

ده له خيريه ټولنو او شتمنو کسانو غوښتنه وکړه چې تر خپلې وسې د وروستيو پېښو له قربانيانو سره مرستې وکړي.

غني زياته کړه: (( خلکو ته په کار ده چې د طبیعي حوادثو د احتمالي وقوع په برخه کې د مسوولینو خبرداري واوري او په داسې مواردو کې باید د خلکو او مربوطو ادارو تر منځ همکاري او تفاهم لا زیات شي.))

ده وويل چې د پسرلي په موسم کې د سيلابونو د راتګ امکان هم شته ، خلک او اړوندې ادارې بايد دې ټکې ته پاملرنه وکړي.

دى وايي: (( څو اوونۍ وروسته چې د ژمي موسم ختمیږي، په پسرلي کې د سیلابونو خطر باید له پامه ونه غورځوو. مربوطو ادارو ته هدایت ورکول کېږي چې له احتمالي پېښو سره د مقابلې لپاره تیار واوسي او لازمه اماده ګي ولري. دغه راز خلک هم باید  د احتمالي سیلابونو او حوادثو خطر ته متوجه واوسي.))

غني ټينګار وکړ چې ټول بايد د اوبو د زيرمو په استفاده کې سپما وکړي ځکه په نړۍ کې اقليمي بدلونونه ددې لامل شوي چې د څښاک اوبو د کمښت ګواښونه  ډير شي.

ولسمشر دا هم وويل چې د روانې جمعې په ورځ به د وروستيو قربانيانو لپاره د قران کريم د ختم او فاتحې مراسم هم ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ حکومتي چارواکو ويلي چې په تېرو ٧٢ ساعتونو کې د وروستيو ورښتونو له امله ١١٩ تنه مړه شوي او ٨٩ نور ټپيان دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan