ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هوايي بريد کې پنځو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

هوايي بريد کې پنځو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
7 Feb 2017 - 13:54
هوايي بريد کې پنځو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
7 Feb 2017 - 13:54

جلال اباد (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې پنځو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بې پيلوټه الوتکې دا بريد تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په چهار وازې سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه  داعش وسله وال ووژل شول او درې ټپيان دي، دغه راز په بريد کې د  داعش وسله والو يو شمېر مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خوږياڼي وويل چې ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت  د غنې خېلو ولسوالۍ په انار باغ او پاچا کوډۍ سيمو کې چاڼيز عمليات تر سره کړي  چې په ترڅ کې يې دوه ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله تومانچې او يو شمېر شاژورونه کشف او ترلاسه کړي دي.

بلخوا د ننګرهار امنيه قومانداني وايي  چې پوليسو دوه تنه  د داعش وسله والو او انسان تښتونکو له منګلو ازاد کړي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل  چې د  هسکې مېنې او نازيانو ولسوالۍ دوه ملکي وګړي چې يو يې داعش وسله والو او بل نا پېژاندوکسانو تښتولي و د يادو ولسواليو پوليسو له لوري د تښتونکو له منګولو ازاد او د خپلو کورنيو غړو ته وسپارل شول.
هغه زياته کړه چې داعش وسله والو د عبدالبصير په نوم يو ملکي وګړی دوه ورځې وړاندې تښتولی و، چې د خلکو په همکارۍ پوليسو نوموړی د داعش وسله والو له منګولو ازاد کړ.

د مشرقيوال په وينا، دغه راز د دې ولايت د نازيانو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی حاجي پښتون هم د غنې خېلو ولسوالۍ پنځه ويشتمې ويالې سيمې څخه درې ورځې وړاندې ناپېژاندو وسله والو تښتولی و چې د پوليسو له لوري د تښتونکو  له منګولو خلاص شو.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.