ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کامې زده کوونکې د ښوونکو د اعتصاب له امله له زده کړو بې برخې شوي

د کامې زده کوونکې د ښوونکو د اعتصاب له امله له زده کړو بې برخې شوي

author avatar
8 Feb 2017 - 15:39
د کامې زده کوونکې د ښوونکو د اعتصاب له امله له زده کړو بې برخې شوي
author avatar
8 Feb 2017 - 15:39

جلال اباد (پژواک، ۲۰ سلواغه ٩٥): د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ښوونکو د کاري اعتصاب له امله په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل شوې او له امله يې څلوېښت زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

يادو ښوونکو شاوخوا شل ورځې وړاندې وروسته له هغه کاري اعتصاب پیل کړ چې له کلونو راهيسې يې د ځمکو نومرو د ورکړې په برخه کې ورسره شوې ژمنه عملي نه شوه.

د يادو ښوونکو يو استازي ماهر خان د سلواغې په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ شاوخوا ۸۶۰ ښوونکو له دې امله کار بنديز کړی چې دولت له خوا ورته د ښارګوټي لپاره ورکړل شوې ځمکه بل چا ته په اجاره ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه، دا ځمکه د کامې له سربند سره نږدې په داسې ځای کې چې د ټولې ولسوالۍ ښوونکي کولی شي، خپلو ښوونځيو ته پر وخت ځان ورسوي او هم د امنيت له لحاظه ښه موقعيت لري پرته ده.

دی وايي، ځمکه لومړی دوی ته ورکړل شوې؛ خو اوس په ډېرې ارزانه بل چا ته اجاره ورکړل شوې او له څو کلونو راهيسې دوی په يو او بل نوم غولول کېږي.

د يادو ښوونکو له ډلې خيبر ياسينې پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې دوی په ياده سيمه کې خېمې درولې او تر هغه وخته چې نومرې ورته تسليم نه شي؛ نو دوی له دغه ځايه د تللو اراده نه لري.

نوموړي غوښتنه وکړه چې ولايتي اداره او د پوهنې ریاست دې د دوی ستونزه حل کړي، که نه دوی به د ستونزې نه حل کېدو په صورت کې خپلو اعتراضونو او اعتصاب ته دوام ورکړي.

بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د کامې ولسوالۍ ښوونکو د کاري اعتصاب له امله په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل شوې او له امله يې څلوېښت زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوې دي.

د دغه رياست وياند محمداصف شينواري پژواک ته وويل چې د کامې ولسوالۍ د ښوونکو د اعتصاب شلمې ورځې ته ورسېد چې له امله يې په ياده ولسوالۍ کې ۳۰ لوی او واړه ښوونځي هم تړل شوي دي.

دی وايي، د يادو اعتصاب کوونکو لپاره د دولت کړنلاره دا ده چې لومړی بايد اعتصاب کوونکي ښوونکي غير حاضر شي او له هغه وروسته چې موده يې پوره شي، بايد منفک شي.

خو دا چې د ښوونکو د نومرو د ورکړې په برخه کې څه پرمختګ شوی، د پوهنې رياست وياند وايي چې ياده ځمکه تر اوسه دوی ته نه ده سپارل شوې او پر دغه ځمکه د کورونو جوړېدو جوګه نه دي.

هغه زياته کړه چې ځمکه د زراعت وزارت اړوند ده او دوی ښوونکو ته هغه ځمکه ورکوي چې هېڅ لانجه ونه لري او د پوهنې وزارت ملکيت وګڼل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.