د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

رازقه: خاوند مې تېل راباندې وپاشل او ویې سوځولم

رازقه: خاوند مې تېل راباندې وپاشل او ویې سوځولم

Feb 08, 2017 - 18:47

کندهار (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): څلوېښت کلنه رازقه د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکې ده چې خاوند یې تېل پرې پاشلي او په اور یې سوځولې ده.

د دې بدن ۶۰ سلنه برخه سوځېدلی او دا مهال د کندهار په ميرویس روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د پنځو اولادونو (درېیو زامنو او دوو لوڼو) دغې مور له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: ((خاوند مې دوې ورځې مخکې ماښام جنجال راسره وکړ، سهار مې اور بلاوه چې ناڅاپه راغی، تېل یې راباندې وپاشل او اور یې را وچاوه.))

دې زیاته کړه، په هغې ورځ باران ورېده، په داسې حال کې چې پر بدن یې د اور لمبې ګرځېدې، په ډنډ شوو اوبو کې یې ځان واچاوه، څو د بدن اور یې مړ شي.

دا وايي، وروسته یې لوڼو را منډې کړې، پر هغې یې اوبه واچولې او اور یې مړ کړ.

دغه مېرمن چې له سترګو یې اوښکو بهېدې، په ډک زړه د درد او کړاو دغه کیسه کوله.

دې وویل، خاوند چې یې دې ته اور ورته کړ، نو له کوره ووت، خو وروسته د ګاونډیانو له خوا میرویس روغتون ته د درملنې لپاره راوستل شوه.

رازقه وايي، شاوخوا شل کلونه یې د واده کېږي، درې ځوانان زامن لري چې شاوخوا شپږ کاله مخکې یې پلار له کوره پسې اخیستي او پر یوه او بل در د ژوند شپې سبا کوي.

دې وویل، له خپلو دوو لوڼو او خاوند سره په کرايي کور کې اوسېدله، خپلوان او ګاونډیان یې ټول خبر دي چې په دې دومره موده کې یې ان یوه ورځ هم د خوشحالۍ ژوند نه دی کړی او ټول کړاوونه یې په پټه خوله زغملي دي.

دغې مېرمنې زیاته کړه: ((خاوند مې نشه یي هم نه دی، خو سم ژوند یې نه راسره کاوه، کار او روزګار یې هم نه کاوه، زه مجبوره وم په پردیو کورونو کې کار وکړم چې هم د کور کرایه ورکړم او هم د دوو لوڼو نفقه پیدا کړم.))

دا وايي، خاوند یې یوه لور نامزاده کړې او د هغې سل زره افغانۍ ولور یې هم اخیستی و، خو له دې يې غوښتنه کوله چې پنځه زره افغانۍ معاش چې دا یې اخلي، هم باید ده ته یې ورکړي.

دې وویل: ((په هغه شپه مې خاوند پر همدې جنجال راسره وکړ، ما ته یې ویل چې معاش به دې ما ته راکوې، خو ما ورته وویل، که دا پیسې تا ته درکړم، نو د کور کرایه او د اولادونو نفقه به له کومه کوم، خاوند مې په ځواب کې راته ویل چې هره لار کوې، پیدا یې کړه.))

دا وايي، د همدې شپې په سهار یې خاوند پر دې تېل وپاشل، اور یې ور واچاوه او له کوره ووت.

دغه بې اسرې مور اوس له حکومته یوه هیله لري چې نور نه غواړي له داسې خاوند سره ژوند وکړي، حکومت باید هغه ونیسي او همداسې سزا ورکړي، لکه دا چې یې په اور وسوځوله.

نور محمد د دغې مېرمنې ځوان زوی دی چې د پوښتنې لپاره یې میرویس روغتون ته راغلی و.

دی وايي، پلار یې روغ او جوړ سړی دی، خو د مور تر څنګ یې له دوی سره هم تل جنجال کاوه او شاوخوا شپږ کلونه کېږي چې له کوره یې پسې اخیستي دي.

د ده په خبره، ماماګانو یې رکشه ورته رانیولې او د هغوی په کور کې اوسېږي.

ده وویل، دی هم نور خبر نه دی، خو په هغه سهار خلکو د ده ماما ته زنګ وهلی و چې په کور کې یې داسې پېښه شوې ده.

دی هم له امنیتي ادارو غواړي چې پلار یې ونیسي او د مور د سوځولو په بدل کې سزا ورکړي.

د دغې مېرمنې ورور شریف الله هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ويل، د خور خاوند یې له خپلې مېرمنې او اولادونو سره سم ژوند نه کاوه، هغه کار هم نه کاوه، ځکه خو یې خور مجبوره وه په پردیو کورونو کې کار وکړي او خپلو اولادونو ته نفقه پیدا کړي.

د کندهار د ميرويس روغتون د سوځېدلو ناروغانو د درملنې د څانګې یوه ډاکټر محمد ویس پژواک اژانس ته وویل، دغه مېرمن ۶۰ سلنه سوځېدلې او درملنه یې روانه ده.

ده زیاته کړه، د هغې سر، مخ، دواړه لاسونه او یوه پښه سوځېدلي، خو روغتیايي وضعیت يې ښه دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک اژانس ته وویل، پولیسو د پېښې څېړنه پیل کړې او هڅه کوي د سوځول شوې مېرمنې خاوند (رحمت الله) ونیسي.

د کندهار د ښځو چارو ریاست او د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون په دې اړه اندېښنه ښودلې او اړوندو ارګانونو غږ کوي، چې دغه موضوع وڅېړي او له قانون سره سمه کړنه وکړي.

د کندهار د ښځو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په کندهار کې له مېرمنو سره د تاوتریخوالي تر ۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېرې دي.

جګړه، بې کاري، د پوهې ټیټه کچه، کلتوري مسايل او نور د تاوتریخوالي د دغو پېښو د ډېرېدو عمده لامونه ګڼل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan