ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رازقه: خاوند مې تېل راباندې وپاشل او ویې سوځولم

رازقه: خاوند مې تېل راباندې وپاشل او ویې سوځولم

author avatar
8 Feb 2017 - 18:47
رازقه: خاوند مې تېل راباندې وپاشل او ویې سوځولم
author avatar
8 Feb 2017 - 18:47

کندهار (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): څلوېښت کلنه رازقه د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکې ده چې خاوند یې تېل پرې پاشلي او په اور یې سوځولې ده.

د دې بدن ۶۰ سلنه برخه سوځېدلی او دا مهال د کندهار په ميرویس روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د پنځو اولادونو (درېیو زامنو او دوو لوڼو) دغې مور له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: ((خاوند مې دوې ورځې مخکې ماښام جنجال راسره وکړ، سهار مې اور بلاوه چې ناڅاپه راغی، تېل یې راباندې وپاشل او اور یې را وچاوه.))

دې زیاته کړه، په هغې ورځ باران ورېده، په داسې حال کې چې پر بدن یې د اور لمبې ګرځېدې، په ډنډ شوو اوبو کې یې ځان واچاوه، څو د بدن اور یې مړ شي.

دا وايي، وروسته یې لوڼو را منډې کړې، پر هغې یې اوبه واچولې او اور یې مړ کړ.

دغه مېرمن چې له سترګو یې اوښکو بهېدې، په ډک زړه د درد او کړاو دغه کیسه کوله.

دې وویل، خاوند چې یې دې ته اور ورته کړ، نو له کوره ووت، خو وروسته د ګاونډیانو له خوا میرویس روغتون ته د درملنې لپاره راوستل شوه.

رازقه وايي، شاوخوا شل کلونه یې د واده کېږي، درې ځوانان زامن لري چې شاوخوا شپږ کاله مخکې یې پلار له کوره پسې اخیستي او پر یوه او بل در د ژوند شپې سبا کوي.

دې وویل، له خپلو دوو لوڼو او خاوند سره په کرايي کور کې اوسېدله، خپلوان او ګاونډیان یې ټول خبر دي چې په دې دومره موده کې یې ان یوه ورځ هم د خوشحالۍ ژوند نه دی کړی او ټول کړاوونه یې په پټه خوله زغملي دي.

دغې مېرمنې زیاته کړه: ((خاوند مې نشه یي هم نه دی، خو سم ژوند یې نه راسره کاوه، کار او روزګار یې هم نه کاوه، زه مجبوره وم په پردیو کورونو کې کار وکړم چې هم د کور کرایه ورکړم او هم د دوو لوڼو نفقه پیدا کړم.))

دا وايي، خاوند یې یوه لور نامزاده کړې او د هغې سل زره افغانۍ ولور یې هم اخیستی و، خو له دې يې غوښتنه کوله چې پنځه زره افغانۍ معاش چې دا یې اخلي، هم باید ده ته یې ورکړي.

دې وویل: ((په هغه شپه مې خاوند پر همدې جنجال راسره وکړ، ما ته یې ویل چې معاش به دې ما ته راکوې، خو ما ورته وویل، که دا پیسې تا ته درکړم، نو د کور کرایه او د اولادونو نفقه به له کومه کوم، خاوند مې په ځواب کې راته ویل چې هره لار کوې، پیدا یې کړه.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.