ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت ښکلي هنرونو ته پر نه پاملرنه تورن شو

حکومت ښکلي هنرونو ته پر نه پاملرنه تورن شو

author avatar
9 Feb 2017 - 16:05
حکومت ښکلي هنرونو ته پر نه پاملرنه تورن شو
author avatar
9 Feb 2017 - 16:05

مزارشريف (پژواک، ٢١ سلواغه ۹۵): د بلخ د نقاشۍ او انځورګرۍ هنرمندانو، حکومت خپل دغه هنر ته پر نه پاملرنه تورن کړ.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۲۲مه د انځورګرۍ او نقاشۍ نندارتون جوړ  شوی و.

د دغه نندراتون په څنډه کې بېلابېلو هنرمندانو له حکومت څخه د نقاشۍ او انځورګرۍ د پرمختګ په برخه کې د نه کار کولو شکايت وکړ.

مېرمن حفيظې محمدي، چې له تېرو لسو کلونو په بلخ ولايت کې د نقاشۍ او رسامۍ په برخه کې کار کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل تصميم لري چې د خپل هنر په برخه کې نورې ښځينه هنرمندانې هم وروزي.

هغې په همدې تړاو له حکومت څخه ګيله وکړه چې د نقاشۍ او رسامۍ هنر د پرمختګ لپاره د دوی ملاتړ نه کوي.

خو مېرمن محمدي بيا هم ټينګار وکړ، که کومې نجونې په دې برخه کې د کار کولو مينه والې وي، نو دا ورسره پوره مرسته کولی شي.

په ننني نندراتون کې د بلخ، جوزجان او سرپل ولايتونو د ۶۰ هنرمندانو نږدې ۳۰۰ تابلوګانې نندارې  ته وړاندې شوې وې.

د دغه نندارتون تنظيموونکي محمد اسماعيل بلخي پژواک ته وويل، موخه يې د نقاشۍ او رسامۍ هنر ته وده ورکول دي.

نوموړي زياته کړه، په ننني نندارتون کې د هنرمندانو تر منځ سيالۍ هم تر سره کېږي او ښه هنرمند ته په کې ستاينليک ورکوي.

محمد رفيق جنبش چې په ياد نندراتون کې يې د تابلوګانو ننداره کوله، پژواک ته وويل چې د نقاشۍ او رسامۍ له لارې نه يواځې ذهن ته تفريح ورکول کېږي، بلکې په ليدو يې انسان د ټولنې د سمون لپاره له غښتلو پيغامونو سره هم اشنا کېږي.

د هغه په وينا، په دغه نندراتون کې له داسې ډېرو تابلوګانو سره مخ شوی چې د سولې، عاطفې، مينې او نږدېوالي پيغامونه يې لرل.

بلخوا د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په ټوله کې دوی د نقاشۍ او رسامۍ هنر د پرمختګ لپاره بوديجه نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.