ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د ولايتي شورا يو غړى ووژل شو

د بغلان د ولايتي شورا يو غړى ووژل شو

پلخمري (پژواک ٢١ سلواغه ٩٥): د بغلان د ولايتي شورا يو غړى له خپلو درېيو ساتونکو سره يوځاى د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى او څلور نور ساتونکي يې ټپيان دي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ذبيح الله شجاع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن مازيګر شوې ده.

هغه وويل: "د بغلان د ولايتي شورا غړى علم جان مجاهد، چې له پلخمري ښار څخه د قند فابريکې خوا ته روان و، چې د حسين خېلو په سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري پرې بريد شوى، چې په پايله کې له خپلو درېيو ساتونکو سره يوځاى وژل شوى او څلور نور ساتونکي يې ټپيان دي."

شجاع زياته کړه، د يادې پېښې عاملين تر اوسه پورې نه دي پېژندل شوي، خو پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

د يادې پېښې يوه عيني شاهد حميدګل چې په ياده سيمه کې دوکان لري، پژواک ته وويل: "ومې ليدل چې يو موټر يې ودراوه او له منځه يې د ولايتي شورا پر موټر ډزې پيل کړې، چې علم جان او څو ساتونکي يې په کې ووژل شول."

نوموړي د يادې پېښې په اړه د خپګان څرګندولو ترڅنګ وويل، دولت بايد د انسان وژونکو مخه ونيسي.

د حسين خېلو سيمې يوه بل اوسېدونکي غلام سخي وويل: "کور کې وم چې د ډزو غږ مې واورېد، کله چې له کور راووتم، نو علم جان مجاهد او څو ساتونکي يې په ځمکه پراته وو. پوليس راغلل او روغتون ته يې ولېږدول. واقعاً دا وحشتناک کار دى، چې په رڼا ورځ د ښار په داخل کې د ولايتي شورا پر يوه غړي بريد کېږي."

تر اوسه پورې کوم چا د ياد بريد مسووليت په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.